
په ګرمسیر کې طالبانو څلور پوځي پنډغالي ۳۶ پوستې او درې ماموریتونه نیولي دي.
کابل ټکی کام (زمری ۲۳مه، ۱۳۹۵ل) بصیراحمد پاڅون
طالبانو نن سهار په یوه خبرپاڼه کې دعوی کړي چې د هلمند ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې یې بیساری پرمختګ کړی طالبان وایي: پرون یې له سهار نه تر ماذدیګر پورې سخته جګړه کړي او پر دولتي ځواکونو یې تعرضي بریدونه کړي چې په نتیجه کې یې د ځنځیري قرارګاه، ماموریت او دولس پوستې.
د درویشانو په سیمه کې یو پوځي پنډغالی یو ماموریت او دولس پوستې او دمیرآغا او د دیوالانو دوه پوځي پنډ غالي یو ماموریت او دولس پوستې په ټولیزه توګه نیولي ۳۶ تنه عسکرو او پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولي،
دوې شوبلې ۳ رینجر، پنځه امریکایي ثقیلان، ۳۵ امریکایي ټوپکونه او زیات شمیر مرمۍ او پوځي مهمات ولجه کړي دي.
د هلمند ولایت پوځي او ملکي چارواکو په دې اړه تر دې وخته رسنیو ته څه نه دي داسې مالومیږي چې د جګړې په پلانونو به مصروف وي.
د طالبانو دا بریاوې په داسې مهال رامنځته کیږي چې پرون د ورځې په څلورو بجو د هلمند ولایت په مقام کې پوځي، امنیتي او ملکي لوړ رتبه چارواکو خبریالانو ته د هلمند د جګړې په اړه معلومات ورکول او د خپلو بریاوو او لاسته راوړنو څخه یې یادونه کوله، د هلمند والي حیات الله حیات خبریالانو ته وویل چې له دې وروسته به هره ورځ د ماسپښین په دوو بجو همدې ځای ته خبریالان راټولیږي او د څلیرویشتو ساعتونو په موده کې د جګړو وروستي معلومات به تر لاسه کوي.
هلمند ولایت ته د جنرال مراد علي مراد او د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین په ورتګ سره په ګرمسیر، نادعلي او ناوه ولسوالیو کې د پوستو او پوځي پنډغالو شمیر زیات شوی او زرګونه ځواکونه یې په اړوندو ولسوالیو کې ځای پرځای کړي. خو که د پرون په شان د طالبانو پرمختګ په همدې ډول دوام وکړي نو د دوی دا پوځي تیوري هم د تیر په څیر ناکامه او بریالۍ پایلې به ونلري.



