د ویزې تر لاسه کولو لپاره زر، زور او تزویر

عمرعلی روحانی

په جلال آباد ښار کې د پاکستان قونصلګرۍ ته ورغلم څو د هغه افغانانو حالت له نږدې وګورم چې دغلته د ویزې ترلاسه کولو لپاره وروسته له هغې چې د طورخم دروازه پرې تړل شوې ده هره ورځ راغونډیږي څو ویزه تر لاسه کړي او پیښور ته ځانونه ورسوي، ځکه چې په دې خلکو کې ډیری یې هغه کسان دي چې کورونه یې په پيښور کې دي، مهاجر کارتونه یې په جیبونو کې دي خو د ژوند د ضرورتونو په خاطر افغانستان ته راغلي دي او اوس بیرته تر هغې نشي تللی چې پاسپورت او ویزه یې نه وي ترلاسه کړي، داسې خلک مې ولیدل چې هغوی خپلې زنانه او ماشومان د تیر کوچني اختر د خوشحالیو په مناسبت د خپلو خپلوانو کورونو ته راغلي وو، یعنی زنانه د خپل پلار کور ته راغلی وی او ماشومان د خپلو ماماګانو او بابا کورونو ته راغلي وو خو اوس بند پاتې دی او بیرته خپلو کورونو ته نشي ستنیدلای، او یو شمیر می داسی خلک ولیدل چې هغوی د وفات شویو د جنازو سره راغلي وو او اوس دلته بند پاتي دي څوک د خپلو مریضانو پوښتنې ته او څوک د مړو شوو خپلوانو د فاتحو لپاره راغلي وو خو اوس بیرته خپل کور ته له تللو نه له یوې یا دوه میاشتو نه دلته ایسار پاتې دي، هم مسافر دي، هم له کار او روزګار نه وتي دي، او هم د پاسپورت او ویزي اخیستلو پسې سرګردان آخوا او دیخوا منډې وهي، او پاسپورت او ویزه باندې د بې حده ازدحام له کبله یې منډې ترړې لس چنده عذاب جوړ شوی دی.

د سهار له ۳ بجو نه د راتلونکو کسانو لپاره یو موظف کس ناست و هغه به د راتلونکونومونه لیکل او شماره به یې ورکوله خو دا هسې تظاهر و او اصلی قیصه بل ډول وه.

د قونصلګرۍ په مخ کې د سهار له ۳ بجو نه خلک حاضریږي، او ماسپښین تر ۱ بجې پورې دوام کوي، د اوړي سختې ګرمۍ دغلته بې سرپناه ودریدل دغه تکلیف نور هم زیات کړی دی، د ویزې اخیستلو پسې راغلي خلک درې کټګورۍ وو، لومړی هغه خلک وو چې د زرو څښتنان وو، دوهم هغه ډله خلک وو چې د زور درلودونکي وو، او دریم یې بې زرو او بې زوره خلک وو، د زرو لرونکو څښتنانو به په تلیفون یا د ایجنټ په واسطه پیسې استعمالولې او د رشوت نه یې کار اخیستلو، مخکې په مخکې به یې پیسې په ایډوانس کې ورکړې وې او د پولیسو له مشر ضابط صیب سره به یې لیست تیار په فایل کې موجود و، او په دې بهانه به یې د هغوی نومونه لومړی اخیستل چې ګوندې دا کسان له تیرې هفتې نه پاتې شوي کسان دی، د دې کسانو د نومونو اخیستلو سره به یو یو قونصلګرۍ ته دننه کیدو، خو په منځ منځ کې به د زور لرونکو کسانو په اړه ضابط صیب ته بې شمیره تلیفونونه راتلل، او په قات کې به یې یو یو د زور او سفارش والا کسان هم دننه کیدل.

یواځې بې زرو او بې زوره کسان د سره تړک لمر لاندې په قطار کې د ننوتلو په انتظار ولاړ و او ټوله ورځ به یې په همدې انتظار کې تیره کړه خو د ننوتلو نوبت به نه ور رسیدو.

بالآخره د دوې له جملې څخه ځینې هغه کسان چې د ضرورت درجه یې سلو ته ختلې وه او پوه شول چې نه زر لري او نه زور لري او د نوبت مراعت بیخي وجود نلري، نظم او دسپلین له سره څوک نه پیژني نو به یې په تزویر لاس پورې کاوه، او هغه دا چې ضابط صیب چې د ننوتلو لپاره ننوتونکی ته په کاغذ باندې کوم ډول لاسلیک کاوه، نو دغه کس به هم هماغه شان لاسلیک وکړ خو په دروازه کې به ګیر شو، یو مې ولید چې ځوان هلک و او ډیر عذر او زارۍ یې کولو چې دا کار مې د سخت ضرورت په اساس کړی دی تاسی زما ضرورت اوریدلو لپاره غوږ ونیسۍ خو عسکرو ته د ضابط صیب لخوا امر وشو چې باید ولچک کړای شي ځکه چې جعلکار دی، ما ولیدو چی دغه ځوان باندې یې لاسونه شاته واړول او ولچک یې کړ او سربیره پر دې یې د یوې ونې پسې وتړلو او په پای کې راوستو او د ټولو خلکو مخې ته یې په یوه لوړ ځای ودراوه او خلکو ته یې وویل دا وګورۍ دا جعلکار دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button