ننګرهار: امریکايي کروز توغندیو ۱۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۳) زرغون خوږیاڼی

د ننگرهار ولایت د اچين ولسوالۍ په باندر سيمه کې امريکايي ځواکونو په يوه توغندويي بريد کې ۶ تنه ولسي وگړي وژلي دي او ۴ نور یې ټپيان کړي دي.

باندر کې وژل شوي کسان محمد زمين او نياز مين د نظر مير زامن، صحبت خان او ماموند د شالي زامن، فواد د صحبت خان زوی او محمد ايوب د سلطان مير زوی دي.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړی او قومي مشر محمد علي باندر وايي، په دې وروستیو کې په ننګرهار کې مېشتو بهرنیو ځواکونو پر وسله والو د کروز توغندیو بریدونه پیل کړي، چې په کې زیات ملکي وګړي وژل کیږي.

سرنوشت ورځپاڼې د ځايي خلکو له خولې ليکلی، چې دغه توغندي سيمه کې د امريکايي ځواکونو له يوه مرکزه باندر کې پر کورونو توغول شوي دي چې له امله يې عامو خلکو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

 د ننگرهار چارواکي تاييدوي، چې امريکايي ځواکونو په دې وروستيو کې د وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه پر هغوی د کروز توغنديو بريدونه پيل کړي دي.

امريکا څه موده وړاندې د ننگرهار خوږياڼو کې هم په يوه بريد کې ولسي وگړي وژلي وو.

د يادونې ده، چې وړمه شپه د پکتيکا خوشامند ولسوالۍ کې هم د امريکايي او افغان ځواکونو په گډو عملياتو کې د يوې کورنۍ ۱۳ تنه وژل شوي دي، چې ښځې او کوچنيان هم په کې دي.

په هیواد کې د امریکایي ځواکونو په بمباریو کې د ملکي وګړو وژنه ډيره شوې ده، چې  د بشري حقوقو سازمانونه او افغان حکومت یې په اړه چوپه خوله دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button