
سوريه: روسي الوتکو لسګونه تنه وژلي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۲۳) الماس خدرخېل
د سوريې په حلب ښار د روسيې او بشارالاسد ځواکونو بمباري کړې، چې له امله يې ۹۰ کسان وژل شوي، رسنيو ويلي چې د حلب په الفردوس نومې بازار باندې بمبار کړی، چې په کې ۲۰ تنه وژل شوي او د حلب په حيان سيمه کې ۱۲ تنه نور وژل شوي.
د الجزيرې د راپور له مخې چې د حلب کفره حمره سيمه کې روسي ځواکونو يو روغتون بمبار کړی او پکې يې د روغتون دوه کارکوونکي وژلي، ويل کېږي چې له بمبارۍ لږ وروسته د بشارالاسد ځواکونو د حلب ښار په راموسه سيمه باندې بريد وکړو، چې د مخالفينو د کلک مقاومت وروسته يې د بشار ځواکونه په شاه وتمبول.
دا بمباري په داسې حال کې کېږي، چې په دې وروستيو کې د روسيې ځواکونو د ملکي خلکو ځايونه او روغتونونه بمار کړي او روسي طيارې ډېری وخت د بمبار لپاره د ګڼې ګوڼې ځايونه په نښه کوي.



