
د شپږیزې سیالۍ نهمه او لسمه لوبه د کابل بازانو او امونهنګانو لوبډلو وګټلې
(کابل ټکی کام ۱۳۵۹ زمری ۲۳) زرغون خوږیاڼی
د نن د زمري په ۲۳مه د شپږیزې سیالیو په لړ کې لومړۍ لوبه کې د کابل بازان او مس عینک اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
پچه د مس عینک اتلانو وګټله او د کابل بازانو ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.
کابل بازانو په ټاکل شوو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۶۴ منډې جوړې کړې.
د مس عینک اتلانو لوبډلې لخوا، ضیاالرحمان، رحمت شاه، دولت ځدراڼ او مجیب د کابل بازانو یوـ یو لوبغاړی وسوځولو.
د کابل بازانو لوبډلې لپاره اصغر ستانکزي ښه لوبه وکړه او ۷۰ منډې یې جوړې کړې.
د مس عینک اتلانو په ۱۷ اورونو کې یي ۹۸ منډي وکړي او ټوله لوبغاړې یي وسوځېدل.
د مس عینک لوبډلې برید ګر لوبغاړی نور علي ځدراڼ د لوبې پر مهال ټپي شو او له لوبې ووت، چې ورسره د دغې لوبډلې روحیه هم کمزورې شوه.
د سپین غر له خوا ټاکل شوی هدف مس عینک ته ډېر ګران شو، چې تر پایه یې پوره نشوای کړای. د مس عینک لوبډلې ټول لوبغاړي د ۹۸ منډو په له لاسه ورکولو سره وسوځېدل.
چې په دې سره کابل بازانو د نن ورځې لومړۍ لوبه د ۶۶ منډو په توپیر وګټله.
د دغه ټورنمنټ یا سیالیو په بهیر کې تر ټولو ډېرې او لږ منډې د مس عینک لوبډلې کړې دي. ډېرې یې ۲۱۰ او ټیټې یې ۹۸ دي.
نن تر غرمې وروسته دویمه لوبه د امو نهنګانو او سپین غر زمریانو لوبډلو ترمنځ وه.
د لوبې پچه د سپين غر زمریانو لوبډلې وګټله او خپله يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د سپين غر لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېد۱۷۴ منډې جوړې کړې، چې له ډلې يې شبير نوري۶۸ او ويس ضيا ۴۶ منډې وکړې.
د امو نهنګان لوبډلې وکولی شوای چې ورکړل شوی هدف په اتلسم اوور کې ترلاسه او لوبه وګټي، ددوى له لوري جاوېد احمدي ۵۷، سلمان بټ ۴۸ او افسر ځاځي ۳۷ تېزې منډې جوړې کړې.
د دغې لوبې غوره لوبغاړی جاوید احمدي وټاکل شو، خو نوموړي دا ډالۍ له افسر ځاځي سره شريکه کړه، د ده په وینا، افسر ځاځي ښکلې لوبه وکړه او د ټولې لوبې برخليک يې بدل کړ.



