
د غوره اخلاقو پایــله
لیکوال: صفي الله رائد
سپېڅلی ژوند ترلاسه کول دوه شرطونه لري، ۱ـ اول پر الله (جل جلاله) ایمان لرل. ۲ـ دویم نېــــکه کړنه.
دخير ښېګڼې پایله ښـــه وي، ترټولو مخکې پخپله احسان کونکي ته د احسان ګټه رسېږي، دهغه زړه پخپلو اخلاقو او ضمیر ډاډه او مطمئن وي،《 زړه یې پراخ او له خوښـــــیو ډک وي》.
له خلکو سره ښېګڼه کول، دیو چا اړتیا پوره کول، له مظلوم سره مرسته کول، د ناروغ پوښــــــــتنه کول، د ښو اخلاقو پورې تړلې کړنې دي، او همدغسې کړنې انسان ته خوښي او نېکمرغي ورپه برخه کوي.
د غوره اخلاقو خاوندان تل په خبرو کې نرمي، پرمخ موســــکا او ښــې خبرې کوي، او په یو شي کې د نرمۍ شـــتون د ښــــکلا سبب ګرځي، له همدې وجهې د ښـــو اخلاقو خاوندان تل د یو ښــــکلي ژوند خاوندان وي.
دنرم خویه خلکو مثال د شاتو د مچیو په څېر وي.
پــاک خوري،پاک ورکوي، او چې کله هم پر ګل کېني نه یې ماته وي. نرم خویه خلک په هرچا ګران وي. خلک یې ليدلو ته لېواله وي. پرسترګو ښــــه لګېږي.
دغه ډول خلک دعاطفې او د بښنې له لارې کينه او حسد له منځه وړي،د خلکو بدۍ هېروي او نېکۍ یې تل یادې ساتي. بدو خبرو او پســـخندونو ته غوږ نه ږدي، چې له امله یې ښـــکلی او هوسا ژوند کوي او خلک هم ترې په امن او هوساینې ژوند کوي.
د دوی اخلاقي تګلاره په رېښتیا هم چې دستایلو وړ ده، دغه ډول خلک د ملګرتیا جوړولو په فن کې هم ښـــه مهارت لري.
که مونږ وغواړو چې د خپلې نېمرغۍ د بشپړولو لپاره دنړۍ له ښـــــکلاو څخه په شرعي چوکاټ کې خوند واخلو، نو باید په خپله کړنلاره کې له نرمۍ او غوره اخـــلاقو څخه برخمن ووسو.
غوره او ښــه اخلاق تر ایمان وروسته یو لوی او ښـــــکلی نعمت دی، نو څوک که ژوند ښه کول غواړي باید اول دغه ښــــکلا په ځان کې راولي، ځکه الله تعالی ښـــکلی دی او ښـــکلا خوښوي.
د ښـــه بوی، ښو خوړلو، او ښې بڼې په خپلولو سره انسان ډاډمن کېږي.



