
داوسنيو حكومتونو او اسلامې حكومت پرتله
ليکوال: انجينر صلاح الدين عمري
اسلامي حكومت داوسنيو حكومتونو سره خورا زيات توپير لري نو ددي لپاره چې په دغه توپيرونو باندي لا ښه پوه شو نو په لاندي ډول ئي په جزوار ډول پرتله كوو .
الف : اسلامي حكومت دسره نه تر پايه يو مذهبي او ديني حكومت دى داسلام مبارك دين دمكمل ، قاطع او اساسي قانون پابند دى او په دي اعتبار سره دنړۍ تر ټولو لوى قوت او قدرت دى ولي داوسنۍ زماني سياسي فكر ديني او مذهبي نه دى ، اوسنۍ نړۍ دمذهبي حكومت او دهغه سره دورته والي دپيدا كيدلو دټولو څيزونو خلاف دى .
ب : په اسلامي حكومت كې دين دژوندانه دټولو سياسي ، اقتصادي ،اخلاقي او تمدني څانګو سره ارتباط لري ، دين يوازي دعقايدو مجموعه نه ده بلكي دژوندانه انفرادي او اجتماعي نظام دى چې ارتباط ئي دروح داصلاح او دبدن دفلاح او كاميابي سره دى ، ولي داوسنۍ زماني قطعي ميلان دادى چې سياسي او اجتماعي حقوق په پوره ډول دديني عقيدي نه ازاد دي او دمذهب ټول ارتباط دزړه سره دى .
ج : كوم خلك چې دين نه مني او دخپل قانون له مخي ديني او مذهبي نه دي نو هغه حكومتونه نه اسلامي دي او نه اسلامي كيداي شي
د : الهي حاكميت ( دخداي جل جلاله پادشاهي ) داسلامي سلطنت يا حكومت داختيار سرچينه خداي جل جلاله ګڼي ، او حكومت يو تنظيم دى چې الله جل جلاله په خپله خوښه پيداكړى دى حكومت دواحد الله جل جلاله حكم دى چې عالي قدرت ئې دالله تعالى په لاس كې دى او دانسان لپاره يو نيابتي مسؤليت (خلافت ) دى او چاته چې خداي جل جلاله وغواړي نو دامسؤليت ورسپاري او چې وغواړي ديو چانه يي اخلي ولې الهي حاكميت په اوسني حكومت كې دسياست نوى علم دخداي جل جلاله په طريقو باندي دپورته والي او غوره والي دعوه نه كوي
هــ : دنړۍ دټولو انسانانو په شان دنړۍ ټول حكومتونه هم په خپلونومونو سره پيژندل كيږي ، نو اسلامي حكومت هم خپل خاص او اصطلاحي نومونه لري او يوازي په همدي نومونوسره ياديدلى شي چې هغه عبارت له : الهي حكومت ( دالله تعالى حكومت ) ، امامت كبرى ( لوى قيادت ) ، خلافت راشده ( بهترين نيابتي دولت ) ، دشورى امارت (شورايي دولت ) او رياست عامه څخه دي چې په دي نومونو كې دالهي حاكميت نوم تر ټولو زيات دقدر وړ دى او په ټولو باندي حاوي دى.
و : په اسلامي حكومت كې دسلطنت دتصور تر ټولو لوړه څوكه داده چې دسلطنت بنا به په انسانيت وي ، اسلامي حكومت په نړۍ كې هغه لومړنى حكومت دى چې ددي مقصد او اخري هيلي دسرته رسولو لپاره يي دخپل راشده خلافت بنياد په انسانيت ايښى دى ، اسلامي حكومت نه په قوميت ولاړ دى او نه په نړيوال توب باندي بلكي دشروع نه په انسانيت او عموميت باندي ولاړ دى دا حكومت په خپلو كارونو كې دعامه رضايت ، دحقوقو مساوات ، دضمير دازادي ډير زيات خيال ساتي تر هغي چې په ملك كې يو كس غريب پاتي وي دحكومت مسؤل او لوى مشر دپانگوالو مشرانو په شان وخت نشي تيرولاى، پدې كې دحكومت معيار خلك دي دخلكو دژوند ښه والي سره حكومت دپاره معيار ترقي كوي او په همدي سره دحكومت دمشرۍ معيار لوړيږي ، ولي اوسني حكومتونه يا خو قومي حكومتونه دي ( لكه انګلستان ، جرمني ،جاپان ، فرانسه او ايټاليه ) او يا بين المللي دي لكه امريكا او روسيه دا حكومتونه دقوميتونو له اتحاد ( فدارسيون ) څخه جوړ شوي دي او دقومونو تش په نامه شته والى مني كه څه هم تش په نامه دي خو په دوى كې هيڅ ناقابل تقسيم ، انسانيت او بي واسطي عموميت نه مني ، په دي حكومتونو كې دعامه حقوقو ډيره يادونه كيږي خو دملت دبي وزله خلكو دووټ (رايي ) څخه پرته دبل هيڅ حق درك (پته ) نه لګيږي ددي جمهوريتونو دصدر او بي وزلي ملت او دولتي مامورينو تر منځ لكه دځمكي او اسمان فرق وي او دافرق په خپله ددي خبري دليل دى چې داوسني دور جمهوريت لا تر اوسه دعموميت او انسانيت نه ډير ليري دى .
ز : اسلامې حكومت اصلاً انساني حكومت نه دى بلكې نيابتي حكومت دى ، اصلي حاكم الله جل جلاله دى چې په حكومت كې دحكومت په اصولو باندي دديني فرائضو په شان دنيابت مسؤليتونه هم سرته رسوي ولي داوسني دور حكومت دخلافت او نيابت معيارونه نه مني په داسي حال كې چې دا داسلامي حكومت هغه يوازينى خصوصيت دى چې دحكومت دا طرز يي دنړۍ دنورو تنظيمونو څخه بيل كړى دى . دخلافت اصو ل دخداي جل جلاله په سپيڅلي نظريه باندي ولاړ دي په نړۍ كې مسلمانان لومړى قوم دى چې په پوره صبر ، زغم او رضا سره ئي په هر حال كې دخداي جل جلاله او دهغه دقانون اطاعت كړى دى ، دخلافت تصور هغو ته دا ور په يادو چې حكومت خپل اصلي څيز ونه بولي او ورباندي ونه غوليږي او دخداي جل جلاله لحاظ وساتي او څرنګه چې دخداي جل جلاله قانون دانسان دبهترۍ.، ابادۍ او پرمختګ په پروګرام باندي ولاړ دى پدي خاطر په خلافت كې هغه ټولي خبري نه كيدونكې دې كومې چې په اوسنيو حكومتونوكې عامې دې او دانساني قانون دنوو بدلونونو لازمې نتيجه ده لكه ظلم ، قتل ، دمحاكمو بي انصافي ، رشوت ، بي كاري ، ناروغي ، تش لاس توب ، بې وزلي ، لوږه ، شخصي غلامې ، سياسي مريتوب داټولي خبري ددي كار نتيجه ده چې انسان دسياسي نيابت درجه پري ايښي ده او په ځان غولونې سره په خپله دحاكم په ځاى ناست دى .
ح : اسلامې حكومت يو راشده حكومت دى يو داسي حكومت دى چې دهغه اصول دښه كولو او بهتر كولو دي درشد لفظ دحكومت انتهايي او په لوړ معيار سره حسن او ښه والى ظاهروي چې معنى ئي داده چې دحكومت دكاركوونكو او دمملكت دخلكو دپاره دا لازمي ده چې ټول نيكو كاره وي او همدا وجه ده چې اسلامې حكومت ته د راشده خلافت او دخلافت كاركونكو ته دراشده خلفاؤ لقب حاصل دى ، ولي داوسني دور حكومتونه دنيكۍ كولو او رشد نه منكر دي ددي حكومت دبديو خواته دتمايل په وجه دنيكۍ ټول قوانين پري ايښي دي عجيبه خبره خو لا داده چې په دې حكومت كې ټول حرام كارونه لكه زنا ، شراب ، قمار ، سود ، دګناهونو نمايش او داسي نورو د روا والي جامي اغوستي دي ، اسلامې حكومت ديوي لحظي دپاره هم دا خــبري زغمــلى نشي هغــه كه دحــكومت دعيــاشۍ سره رابطه ولري اويا دخلـــكو دبدكارۍ سره .
ماءخذونه
١- احمدزئ ، پوهنمل زاهدي . داسلامي حکومت بنسټونه . پاکستان ، پيښور . ددانش خپروندويې ټولنې تخنيکي څانګه ، دچاپ کال : ١٣٨٧ هــ ش .
٢- احمدزئ ، پوهنمل زاهدي . اسلامي سياسي نظام او جمهوريت . پاکستان ، پيښور . ددانش خپرونديې ټولنې تخنيکي څانګه ، دچاپ کال : ١٣٨٣ هــ ش .
٣- انصاري ، مولا نا حامد . داسلام حکومتي نظام ، ژباړه : ق – ح (( صافى )) . پاکستان ، پيښور . دپيغام خپروندى مرکز ، دچاپ کال : ١٤٣٠ هــ ق .



