په فرانسه کې د لاسي بمونو بريد شوی
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۲۷) الماس خدرخېل
د فرانسې د مارسيليا په پنځلسمه سيمه کې د ماګولون د لارې تر څنګ د رومانيايي کډوالو په پنډغالي بريد شوی.
د نوموړي ښار رسنيو ويلي، چې ناپېژانده کسانو په پنډغالي د لاسي بمونو او بوتلي بمونو بريد کړی، چې له امله يې ګڼ شمېر کسانو ته ژوبله وراړولې. په خبر کې ويل شوي، چې په ټپيانو کې د ۷ تنو روغتايي حالت ښه نه و، نو ځکه يې روغتون ته وړي او پاتې نور يې په پنډغالي کې د درملنې لاندې نيولي.
بايد وويل شي، چې نوموړی پنډغالی د مارسيليا ښار کې د رومانيايي کډوالو تر ټولو ستر کمپ دی.



