
بشر حقونو سازمان: افغان ځواکونه ښوونځي د مورچل په توګه کاروي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۲۷) الماس خدرخېل
د بشر حقونو سازمان نن د چهارشنبې په ورځ يو رپورټ ورکړی، چې پکې ويل شوي دي، چې افغان ځواکونه د طالبانو تر ولکې لاندې په ځینو کلیو کې په جګړې کې په (( زیاتیدونکې توګه له کلکو کانکریټي ښوونځیو څخه د پوځي اډو په توګه کار اخلي))
په رپوټ کې راغلي، چې افغان امنيتي ځواکونه په بغلان ولايت کې، له ښوونځيو د مورچلونو او پناځای کار اخلي، چې له کبله يې ماشومان له زده کړې بې برخې پاتې کېږي.
د نوموړي رپوټ په حواله په بغلان کې نږدې ۱۲ ښوونځي د افغان ځواکونود پوځي اډو په توګه کارول کېږي. دوی وايي چې ښوونځي، ښوونکي او زده کوونکي هر وخت د وسلوالو له خوا د بريدونو له تهديد سره مخ وي.
د يادولو وړ ده، چې افغان ځواکونه د افغانستان جګړييزو سيموته د عملياتو پر مهال،د ورتللو سره سم د واره، د ښوونځيو او کلينکونو څخه د مورچلو په توګه استفاده کوي، چې د افغان ځواکونو دې کار سره د ولس روغتيایي او تعليمي مرکزونو ته ځيان اوړي.



