
پر مخ ځوړ دولت او د طالبا نو لوړ بریدونه
سرلیکنه
په افغانستان کې دم ګړۍ جګړې روانې دي او د۱۵ کلونو راپدیخوا خو په هرولایت او هره ولسوالۍ کې جګړه مخ په زیاتیدو ده، اما د یو کال راپدیخوا چې د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ اختلافاتو زور موند ل د دې سبب شول، چې په ملکي او نظامي دواړو برخو کې همغږي له منځه یوسي.
د د فاع وزارت وړمه ورځ په دې اعتراف وکړ، چې د دهنه غوري ولسوالۍ د نظامي قطعاتو د نه همغږۍ له امله د طالبانو لاس ته ورغله، چې د بیانیولو لپاره ېې زیات مالي او ځاني تاوانونه وګالل شول.
یو شمیرسیاستوال او مدني فعالان نیوکه کوی چې د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایوي رییس عبدالله خپلمنځي اختلافات په ۱۸ ولایتونو کې دجګړې دزورسبب شویدي.
پدې وروستیوکې د ولسمشر او عبدالله ترمنځ ناندرو دومره اختلاف راووست چې اوس ګمان نه کیږي په اسانئ سره د اختلافاتو له امله دمخ په ځوړ پردولت د طالبانو دبریدونو د لوړالي کچه راټیټه کړل شي.
اشرف غني او عبدالله د اختلافاتو له امله هغه وسله وال چې دمخه به همدوئ کمزوري بلل اوس دومره پیاوړی شویدی چې ولایات یې له سقوط سره مخ کړي دي.
دملي یووالی د حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافاتو ته چې په ژور نظر وکتل شی کټ مټ دکمونستي دروري وروسته دمجاهدینو دورې ته ورته دي چې بالاخره په خپل منځیوجګړو کې کابل په کنډوالو بدل اودکابل ښارپه بیلابیلو ناحیوکې به دهرې وسلوالې ډلې خپل حکومت ټوپکسالاری روانه وه .
دمخ په ځوړ روان ملي یووالي دحکومت په وړاندې دوه ستونزې شته یوه داچې د وسله والو مخالفینو بریدونه مخ په لوړوالی یا زیاتوالي روان دی او بله داچې که د ملي یووالی حکومت مشران په همدې ډول په خپلو کې په ناندرو اخته وی دا امکان شته چې ولس به ېې پر خلاف پاڅون وکړي .
د ډاکټر عبدالله او امحمد اشرف غني د اختلافاتو اصلي لامل داو چی حکومتي مشرانو د کار له لومړیو د خلکو رایوته درناوی ونه کړ، ګډ حکومت یې رامنځته او لا هم د واک او وزارتونو پرسرشخړې او ناندرې روانې دي.
په اصل کې د ملي یووالي د حکومت روحیه ملي نه وه د حکومت له جوړیدو وروسته چې جان کیري سره وتړل د دواړو مشرانو ذهني اختلاف موجودو او دی، داڅو ورځې کیږي چې ذهنی اختلاف په رسنیوکې ټول ملت ته ښکاره کړل شو.
اجرایوي رئیس پر ولسمشر محمد اشرف غني توندې نیوکې وکړې، چې په غبرګون یې ارګ د خبرپاڼې په خپرولو سره د عبدالله څرګندونې د دولتدارۍ له اصولو سره په ټکر کې وبللې.
دملي یووالي مخ په ځوړحکومت ته یواځې د طالبانو د بریدونو لوړوالې ستونزه نده بلکه دمرکز او ولایاتو د ښارونو علاوه د ولسوالیو زیاتې برخې د طالبانو په لاس کې دي.
تازه راپورونه د بریښنا د شرکت په اعتراف وایي: په ځینو نا امنه سیمو کې طالبانو په خپله د بریښنا بیلونه جوړ کړي او د بریښنا د لګښت پیسې یا محصول له خلکو ټولوي.
یو شیمر دولتی چارواکي وایي، چې د طالبانو د کنترول لاندی سیمې محدودې دي؛ خو د یوه حکومت لپاره د افسوس خبره ده چې د اروپایی ټولنې د ټولو مرستو په درلودلو سره دې د بریښناعواید هم وسله وال مخالفین ترلاسه کوي، چې دا عمل خپله د دولت مخ په ځوړوالی او د طالبانو د بریدونو لوړوالی ثابته وي.
دمخ په ځوړحکومت لپاره د طالبانو لخوا په ځینو سیمو کې د برښنا په بیلونو سره عواید ترلاسه کول یوه ستونزه چې د دولت مخ په ځوړالې ښکاره کوي او بله ستونزه داده، چې په کومو ښارونو کې دولت بریښنا په خپل کنترول کې لري د تیرو پینځلسو کلونو راپدیخوا زورواکي بیا د بریښنا د بیلونومحصول نه تحویلوي، چې په دواړو صورتونو کې د بریښنا شرکت د میلیاردونو افغانیو د تاوان سره مخ دی.
همدا اوس په هلمند کې طالبان د کجکي تولیدیدونکی بریښنا عواید اخلي، چې کلنی عاید ېې ۳۸ میلیونو افغانانیو ته رسیږي.
دولت چې د کجکې بند د بریښنا عاید نه شي ترلاسه کولای، ځکه خو د سرپل چارواکو دهمدې ستونزو له امله د نفتو د استخراج چارې درولې دي.
د سرپل چارواکو سره دا اندیښنه پیداشوې، چې که طالبان د نفتو د استخراج عاید هم په لاس کې واخلي بیابه مخ په ځوړ دولت په بشپړتوګه له واکه بې واکه شي.



