طالبانو د کندوز پر مرکز، چهاردره او خان اباد ولسوالیو باندې درنده جګړه پیل کړې

کابل ټکی کام ۲۶زمري/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

په کندوز ولایت کې زمونږ همکار وايي، چې طالبانو د دغه ولایت پر مرکز، چهاردره او خان اباد ولسوالیو باندې درنده جګړه پیل کړې ده.

نوموړی وايي، دغه جګړه چې نن سهار په ډېره شدت سره پيل شوه، پکې درندې او سپکې وسلې کارول کیږي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد کابل ټکي کام ته وویل، چې د دغه ولایت پر مرکز، چهاردره او خان اباد ولسوالیو کې پر مقابل لوري پراخ تعرضي بریدونه روان دي.

ښاغلي مجاهد وویل، چې تراوسه پورې یې ګڼې پوستې نیولي، مقابل لوري ته یې درانده تلفات اړولي او ګڼې وسلې یې ترې نیولي دي.

«په خبرکې ویل شوي  جګړه لاهم په شدت سره جریان لري اوپه ټولوسیمو کې مزدور دښمن د مجاهدینو ترکلکي محاصرې او سختو بریدونو لاندي دی.»

د یادولو ده، طالبانو د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو په ځانګړې توګه هلمند کې هم پراخ تعرضي بریدونه پیل کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button