په سعودي عربستان د توغندي بريد شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۲۷) الماس خدرخېل

د سعودي عربستان د نجران ښار باندې د توغندي بريد د يمن له خاورې شوی، د سعودي نجران ښار چارواکو ويلي، چې بريد د يمن له خاورې د يو توغندي په واسطه شوی، چې پکې لږ تر لږه ۷ نفره وژل شوي.

ويل کېږي، چې په نوموړي برید کې ۴ تنه د سعودي تبع او ۳ تنه يې بهرني وګړي دي. د نوموړي ښار چارواکو رسنيو ته وويل، چې په دې پېښه کې د ځاني زيانونو سربېره، مالي زيانونه هم رامنځته شوي.

د بريد مسؤليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دی اخيستی، خو له يو کال راهيسې د سعودي حکومت د يمن حوثي ياغيانو سره په جګړه کې ښکېل دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button