حامد کرزی: د نظام د مشروعیت لپاره دې لویه جرګه جوړه شي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۷) زرغون خوږیاڼی

پخواني ولسمشرحامد کرزي په خپلو تازه څرګندونو کې د مشکلاتو د حل او د ګډ حکومت د مشرعیت لپاره د لویې دودیزې جرګې د جوړيدو کلکه غوښتنه وکړه.

کرزي په ګډ حکومت نیوکه وکړه، چې ویې نشو کولی ملي اجماع رامنځته کړي او ددې لپاره باید لویه جرګه جوړه شي.

کرزي د ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل، چې د افغانستان ګډ حکومت که نشي کولی د اساسي قانون د تعدیدل لپاره لویه جرګه راوبولي، لږ تر لږه د نظام د مشروعیت لپاره دې لویه عنعنوي جرګه راوبولي.

کرزي وویل، لویه جرګه به نظام ته د مشروعیت لاره ولټوي او هم به د راولاړو شوو مشکلات حل لاره پیدا کړي، ده زیاته کړه که لویه جرګه ونشي مشکلات او نارضایتي به نوره هم زیاته شي.

کرزي پر اشرف غني او عبدالله غږ وکړ، چې له ولس سره کړې ژمنې عملي کړي او له خپل منځي اختلافاتو لاس واخلي.

کرزي په دې مرکه کې د حکومت د مشرانو تر منځ اختلاف د تاسف وړ بللی او ویلي یې دي، چې باید دواړه مشران یو له بل سره ګډ کار وکړي او نظام باید زیان ونه ویني.

کرزی دا خبرې په داسې وخت کې کوي، چې د ګډ حکومت مشروعیت ته لږ وخت پاتې دی، د شنونکو په اند  نور ولس ته هم دا ډول غیر قانوني حکومت د منلو وړ نه دی.

کرزي په یوه بله مرکه کې ويلي وه، چې په افغانستان کې د امریکا له موجودیت سره ستونزه نلري، مګر د امریکا د فعالیتونو مخالف دی او باید امریکا په افغانستان کې بمباري ونکړي.
څو ورځې وړاندې اجرائیه رئیس عبدالله پر ولسمشر محمد اشرف غني کلکې نیوکې کړي او خبرداری یې وړکړ، چې د ملي یووالي حکومت د جوړیدو د تړون له مخې به له خپلې ۵۰ فیصده برخې څخه یو ګام هم وروسته نشي او له دې وروسته به چوپ هم نه کېني.

اکترعبدالله خپلو پلویانو ته وویل، چې له دې وروسته به تاسو زما د شخصیت له بل لوري سره اشنا شئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button