
دفاع وزارت: شل تنه افغان پوځيان وژل شوي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۲۷) الماس خدرخېل
د افغانستان دفاع وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي دي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دوی ۲۰ تنه افغان پوځيان وژل شوي.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ياد پوځيان يې د عملياتو پر مهال د نښتو او ماينونو له امله وژل شوي.
دوی وايي، چې دغه نښتې او عمليات د هېواد په څلورو زونونو کې رامنځته شوي، دوی د مخالفينو د وژل کېدو خبر هم ورکړی.
د يادونې ده، چې د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې جګړو زور اخيستی، چې وخت ناوخت افغان دولت او طالب وسلوال يو بل ته د تلفاتو اړولو ادعاوې کوي.



