
ماليزيا: له ۹۰۰ زره ليتره تېلو ډکه بېړۍ تښتول شوې
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۲۷) الماس خدرخېل
د ماليزيا هېواد سمندري چارواکو خبر ورکړی، يوه بېړۍ چې ۹۰۰ زره ليتره تېل يې لېږدول تښتول شوې. دوی ګمان کوي چې بېړۍ يې د اندونيزيا اوبو ته وړل شوې.
سمندري چارواکو ويلي، چې د (وير هارموني) په نوم دغه بېړۍ تېره ورځ د ماليزيا له تانجونګ پيليپس بېړيو بندر څخه له رواندېدو وروسته تښتول شوې. په بېړۍ کې ۴۰۰ زره ډالرو په قيمت تېل بار دي.
د سمندري چارو ادارې يو مشر ويلي، چې داسې ګمان کېږي چې دا بېړۍ به اوس د اندونيزيا بټم ټاپو ته رسول شوي وي.
تردې دمه د بېړۍ د تښتولو مسؤليت چا پر غاړه نه دی اخيستی او نه هم د تښتوونکو هويت مالوم شوی.



