ننګرهار کې د ۶میلیونو ډالرو په ارزښت د شوکاڼي او مرمرو فابریکې جوړې شوې

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۷) زرغون خوږیاڼي

په ننګرهار ولايت کې د شپږ ميليونو ډالرو په پانګونې د شوکاڼو او مرمرو ډبرو څلورو فابريکو پر فعاليت پيل وکړ.

دا فابريکې د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په کوز شيخ مصري صنعتي پارک کې د ملي سوداګرو له لوري فعالې شوې دي.

د ننګرهار د شوکاڼي اتحاديې مشر حاجي محمد ولي ددې فابريکو د پرانيستې پر مهال وويل، په هره فابريکه کې شاوخوا يونيم ميليون امريکايي ډالره پانګونه شوې ده.

هغه زياته کړه، اوسمهال څلور فابريکې جوړې شوې او په راتلونکو څو ورځو کې به د شپږو نورو فابريکو چارې بشپړې او په فعاليت پيل وکړي .

حاجي ولي وايي، هره فابريکه کې شاوخوا يونيم سل کسان پر دندو ګومارل شوي چې د پاتې ۶ فابريکو په جوړوېدو سره به سلګونه نورو کسانو ته هم د کار کولو زمينه برابره شي.

حاجي ولي له دولت څخه هيله څرګنده کړه چې ورته د فابريکو لپاره ځمکه په واک کې ورکړي او د برېښنا ستونزې د حل تر څنګ ورته د ډاډمن امنيت زمينه برابره کړي.

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي خوښي څرګنده کړه چې پانګوالو په دغه ولايت کې د شوکاڼي او مرمرو پروسس په برخه کې پانګونه وکړه چې له مخې سلګونو کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوه .

کندوزي وویل: ((پخوا به د شوکاڼو او مرمرو ډبرې پاکستان ته وړل کیدلې؛ خو له دې وروسته به په افغانستان کې د مرمرو ډبرې جوړیږي.))

د ننګرهار والي، امنيه قوماندان، د سوداګرۍ خونې، صنعت کارانو اتحاديې، د شوکاڼو اتحادیې او يو شمېر نورو مشرانو د دغو مراسمو په ترڅ کې د بېلابېلو فابریکو له چارو ليدنه هم وکړه .

ویل کیږي، چې له دغو قیمتي ډبرو څخه د ښځو د میک اپ سامان، صابون، د خوراک لوښي او د ډاکټرۍ سامان الاتو په ګډون ۴۱ بیلا بیل ډول توکي جوړیږي.

د معلوماتو له مخې دا ډول ډبرې په ټول هیواد کې په زیاته اندازه شتون لري او اوس مهال د ننګرهار ولایت په ۸ ولسوالیو کې د شوکاڼي او مرمرو کانونه شته دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button