
ارماني یـــمه دیــــدار د مــدینې
ذکریاحقانی
ارماني یـــمه دیــــدار د مــدینې
رایادیژي ښکلۍ ښـار د مــدینې
کلی کور مې د نبي اخیرزمان دي
په کې اوسي مې دلدار د مــد ینې
د وصال په تمه ډ یر یم سرگردانـه
زړه مې کله کړي قـرار د مــد ينې
د رب واړه رحمتونه پرې وریـژي
مبارک دي هر یـو دار د مـــد ینې
دا یوه هیله مې پوره کړه ذوالجلاله
چې یې ښکل کړمه مزار د مـد ینې
ذکریا چې د یار کلي کې دیره وای
چې خادم وای ښکلي یار د مــدینې



