کابل ټکی کام ۲۷زمري/۱۳۹۵، ليکنه: طارق عزيز
دا چې افغانستان چا ازاد کړ، مجاهد ولس که امان الله؟
له دې به تېر شم، غواړم چې يو څو لنډې کرښې ستاسو مخ ته کېږدم!
د ازادۍ تر ټولو ساده تعريف دا دى، چې يو څوک بايد ریښتينى ووسي او ريښتينولي ولمانځي، هغه خلک چې د خپلې عقيدې د څرګندولو او خپل فکر د بيانولو حق ونه لري، په ژونديو نه بلکې په مړو شمېرل کېږي.
دا چې ځينې خلک د ځان د ساتلو لپاره له ريښتينې ازادۍ تیریږي او تش په نامه ازادي لمانځي يقيناً چې هغه ازادي نه ده پېژندلې او د خپلواکۍ او سلامتۍ حق نه لري!
دا دى اوس غولېدلي او لمسول شوي، ناخبره ځوانان د ازادۍ د جشن په نوم د پرديو د استعمار لاندې په ډېرې سپين سترګۍ سره د دروغو ازادي لمانځي، واقعاً د ډېر درد او افسوس ځاى دى او په دقيق ډول د ډالري قلمونو او د ډالرو په زور د کرايه شويو ليکوالانو په مټ د ځوانانو د مصروف ساتلو او د ازادۍ د شعور اخيستلو لپاره لمسول کیږي، تر څو د ډولونو درزا او پردي ډول ته په ګډېدا پلاستيکي ازادي ولمانځي، حال دا چې ځمکه او هوا مو د پرديو د واک محور جوړ شوى، ازادي لمانځنې هلته خوند کاوه، چې پردي مو په وطن راج نه کولاى، ولسمشر مو خپلواک واى، پوځ مو خپلواک واى، قضايي او عدلي ارګانونه مو خپلواک واى، د کانونو او معدنونو واک له مونږ سره واى، د عقېدې خبره مو په زغرده کولاى شواى!
مونږ د څه ازادي لمانځو؟
ايا د ازادۍ نوم همدا دى، چې په تورو، سرو او شنو ريتاړو ځانونه راتاو کړو او او د ډمانو او کوڅه ډبو غوندې په لار منډې او چیغې ووهو؟
نا هيڅکله نه!
بايد دا مونږ ومنو چې هېواد او حکومت مو کاملاً د پرديو په لاس کې دى، ازادي هېڅ کله زمونږ لپاره انتظار نه باسي او اوس هم وخت شته چې د ازادۍ د لاسته راوړلو لپاره له هېڅ ډول هڅو ډډه ونه کړو او ازادي وړيا لاسته نه راځي، زغم غواړي، تکليف غواړي، قرباني غواړي، خلکو ازادي واخيسته، خو ويې هم ساتله، جاپان مو همزولی دى، پاکستان او هندوستان مو د ازادۍ په لاسته راوړلو کې کشران دي، نو بيا ولې سکوت وکړو او ولې د اوبو اخيستو په څېر هر خواته لاس واچوو.
هو، مشکل دا ده، چې مونږ ازادي لمانځو، خو په مانا يې نه پوهیږو، دلته ازادي غوښتونکو ته غلامان ویل کیږي، خو غلامان ازاد او په سپين سترګۍ د ميراثي او له لاسه تللې ازادۍ جشنونه لمانځي.
ازادي هغه وخت ريښتيني پړاو ته رسېږي، چې د هېواد وګړي له بدني قوت سره سره له روحي قوت څخه هم د خپلې عقيدې د ښکاره کولو په ډول په پوره توګه کار واخلي!
او په اخر کې دا وايم، چې مونږ بايد ريښتيني ازادي غوښتونکي وپېژنو او دا حقيقت دى چې ازادي د ظلم او تیري په وړاندې د رحمت فرښته ده.
د ازاد او سوکاله افغانستان په هيله!
……………………………………………………………………………………………….
یادونه: په کابل ټکي کام کې خپرېدونکې لیکنې او شعرونه د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې نظر ورسره شرط نه دی.
















