اجرائيه رياست: حامد کرزی ګډ حکومت تخريبوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۲۸) الماس خدرخېل

که څه هم د تېرو دوه کلونو په پرتله په روان کال کې د ګډ حکومت مشرانو اختلافونه په بېساري توګه جدي شوي.

په همدې حال کې د اجرائيه رياست وياند ويلي، چې حامد کرزی ګډ حکومت تخريبوي. د اجرائيه رياست وياندښاغلي مجيب الرحمان رحيمي، د امريکا غږ راډيو ته وويل، چې حامد کرزی د ګډ حکومت د کمزوري کولو هڅې کوي. هغه وايي، چې “ښاغلی کرزی د ملي وحدت د حکومت د جوړیدو له پیل څخه هیڅکله هم د حکومت د غښتلي کیدو لپاره کار نه دی کړی، بلکې تل یې په منظمه  توگه د حکومت د کمزوري کولو او دسیسې جوړولو په ټولو جریانونو کې  لاس درلودلی، چې د حکومت پر ضد د ستونزو د رامنځ ته کولو لپاره کار کوي،هماغسې چې یې د تقلب په سازمان ورکولو کې لاس درلودلی دی”.

د اجرائيه رياست وياند مجيب الرحمان رحيمي ادعا وکړه، چې په کابل کې د وروستيو سياسي مظاهرو تر شاه د کرزي لاس و. رحیمي زياته کړه، چې  کرزی  به ونه شي کړای چې “د ملي وحدت د حکومت بنسټونه” کمزوري کړي.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د اوسني حکومت له رامنځته کېدو وروسته حامدکرزي د خپل جمهوري رياست د دورې واليانو، وزيرانو، مشاورينو، قومي مشرانو او ځينې چارواکو سره په پرلپسې په ليدنو او کتنو بوخت دی.

بل پلو ښاغلي کرزي د اجرائيه رياست د وياند خبرې نه مني او وايي، چې دی په ټوله معنا د ګډ حکومت تائيد کوي او غواړي چې حکومت خپل کار په سمه توګه پرمخ بوزي، کرزی وايي چې ګډ حکومت بايد د اساسي قانون په چوکاټ کې پر مخ ولاړ شي.

ښاغلي کرزي، چې  تل يې د جمهوري نظام ملاتړ کړی دی، اوس د اساسي قانون د تعدیلولو لپاره د لوی جرگې جوړیدل غواړي، ځکه د هغه په اند دغه د افغانستان د زیاتو خلکو غوښتنه ده.

د افغانستان د اولسي جرګی غړی ښاغلی سجادي وایي ” کرزی او  شاوخوا کسان يې  د دوو اړخونو څخه د اهمیت وړ دي، یو دا چې د ګډ حکومت  نيمګړتياوې په نښه کړي، چې  دې سره په عامه افکارو کې د کرزي د حکومت نیمگړتیاوې له یاده وځي او دویم دا هغه ډله، چې د سیاسي قدرت څخه لرې پاتې شوي ددې ضعف څخه په استفادې هڅه کوي، چې ورځ په ورځ خپل نفوذ پیاوړی کړي”.

اجرائيه رياست پخوانی جمهور رئيس په داسې حال کې د نظام پر ضد په توطئه کولو تورن کړو، چې تېره اونۍ اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله په جمهوررئيس اشرف غني هم نيوکې وکړې او ويلي يې و، چې د ګډ حکومت د جوړېدو موافقه يې په بشپړه توګه نه ده عملي کړې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button