
ازادي دې مبارک!
جواد څارګر (لنډه کیسه)
دتورخم په دروازه واوښت، ددروازې څنګ ته لوړ هسک رپاند تور، شین، زرغون بیرغ ته یې عسکري سلام وکړ او بیا پر مځکه پرېوت، له اوږدې سجدې چې راپورته شو، په منډه دموټرو دتمځای پر لورې ولاړ.
په موسکه خوله یې له یوه عسکره وپوښتل: سربازه یاره دسروبي موټرې له کومه ځایه ځي؟
عسکر دپوښتونکي قافیې ته ځیر ـ ځیر وکتل
له کومه ځایه راغلې؟
قربان مو شم له پاکستانه راغلم، خپل وطن ته راوګرځېدم او دتل لپاره مې پردۍ وطن پرېښود
ښااا له پاکستانه راغلې؟ مخکې ولې نه راتللې؟ اوس یې چې کوتک درځنې تاو کړ، خپل وطن ـ ګل وطن شو؟
صیب له مخکې مو اراده وه خخخخخووووو….
چوپ ډېر له ځانه راته وطنپال مه جوړوه، تذکره دې راکړه.
تتتتذکره مې لا نده جوړه کړې صیب، اوس لخیره وطن ته راغلم جوړه به یې کړم
څو کلن یې؟
صیب اتلس کلن یم
په اتلس کاله کې چې افغان نشوې پس له دې دې خدای له سره افغان مکړه
تالاشي راکړه زر کوه.
صصصیبه تالاشي درکوم مګر ما تاسو دسروبي موټرو دتمځای په اړه وپوښتلئ او تتتتتاسو…
چوپ شه بېغیرته؛ زه پوهېږم چې دچا له لورې راستول شوی یې او دلته څه غواړې؟ پوهېږم چې د ازادۍ پر ورځ ځان پټاوه وې.
صصصصیبه دا څه وایاست؟ زه کډوال یم افغان کډوال، په پېښور کې ګذاره کرانه شوه، نور مو نو دخپل وطن ـ ګل وطن نیت وکړ، د ازادۍ ورځ نږدې ده، ماویل دا ځل به دوطن ازادي په خپل ګران ټاټوبي کې …….
یوې عسکري څپېړې یې په خوله کې خبره وچه کړه، سترګې یې ډنډ شوې، غریو ونېو او ورو یې له ځانه سره وویل:
لکه چې لر او بر پولیس یو طبعیت او یو قسم دفعې لري، هلته ‘چارسو بیس’ او دلته ‘ځانمرګی’ چې هر چاته یې خوښه شي، پرې سرېښ کوي یې.
ذاهدالله په عجیب او غریب حالت کې ګېر شو، سوچونو په مخه کړ او له ځان سره یې ویل: لکه چې له یوې بلا وتښتېدم پر بله بلا واوښتم
یو خېرن پولیس غږ وروکړ: دلته راشه.
ذاهدالله چې ورغی، دستي یې پر جُب لاس ورومانډه او پیسې یې ترې وکښلې.
خیرن پولیس شونډې وڅټلې؛ دا دومره زیاتې پیسې دې له کومه کړي؟ حتماً چا راستولی یې
ذاهدالله ورته وویل؛ سربازه وروره پیسې مې خپلې دي، هیچا ندي راکړي، یو دوکان مې درلود په نیم قیمت مې وپلوره.
دا راته ووایه چې څومره راکولای شې؟
صیب همدا راسره دي زیاتې نلرم، دا یې ستا
غلی شه رذیله چې بله خبر ونکړې.
دا دومره بنډل روپۍ حتماً ددې لپاره درکول شوي چې پر جشن انتحاري وکړې.
صیب قسم درته خورم……..
له شاه پرې دکونداغونو ګذارونه پیل شول.
یوه پولیس غږ وروکړ؛ همداسې اقرار نکوي، تر ماښامه یې وډبوئ.
په سبا ورځ دپولیسو مشر رسنیو ته وویل: دجشن دتخلیل لپاره رالېږل شوی ځانمرګی بریدګر یې له واسکاټه سره، سرحد ته څېرمه ژوندی نېولای او دمګړۍ دپوښتنو ګروېږنو لاندې دی.
دتلویزون په پرده ذاهدالله اقرار وکړ چې هو، پاکستاني پوځیانو پیسې ورکړي ترڅو دجشن پر ورځ ځان پټاو کړم.
کله چې خبریالانو دکامرو مخه واړوله، ذاهدالله غریو ونیو، له سترګو یې ناببره اوښکې وبهېدې او خبریال ته یې ورو وویل؛ خبریاله! ازادي دې مبارک شه.



