
د هېواد خپلواکي او ازادي لما نځو، خو….
سرلیکنه
هرکال په داخل او له هیواده بهر افغانان د زمری ۲۸مه د خپل هیواد د ازادۍ ورځ په خاصو مراسموسره لمانځي.
د کمونستي کودتا وروسته، چې پر افغانستان روسانو یرغل وکړ بیاهم د ازادۍ ورځ لمانځل کیده، د مجاهدینو په واکمنۍ کې د ثوراتمې د زمري ۲۸ یوڅه کمرنګه کړه د ازادۍ د ورځې خپل تقدس په خپل ځای پاتې و.
په ۱۳۸۷لمریزکال چې په کابل مرکز غازي سټیډیم کې د خپلواکۍ ورځ لمانځل کیده او د جشن د مراسمو پر ګډونوالو ډزې وشوې د ازادۍ ورځ لمانځنه د دفاع وزارت په تالار پورې محدوده شوه، د هغې ورځې راوروسته هغه شان نه لمانځل کیږي، کومه چې درې لسیزې د مخه لمانځل کیده.
نن د زمري د میاشتی ۲۸ نیټه هغه ورځ ده، چی ۹۷ کاله مخکې په همدی ورځ افغانانو د نړی د لویې امپراطورۍ (پرنګي واکمنۍ) څخه چی په قلمرو کی یې لمر نه ډوبیده خپله ازادي د سرو وینو او سرونو په قربانیو ترلاسه کړه او افغانستان د نړۍ د ازادو هیوادونو په شمیر کی وشمیرل شو.
د زمري ۲۸مه هغه ورځ ده، چی د هیواد په تاریخ کی د بلې هرې ورځې په نسبت افغان ولس ته د احترام او درناوي وړ ده.
د خپلواکۍ د ورځې په یا دیدو سره سم افغانانو ته دهېواد د سترغازي امان الله خان، چې د تل لپاره ېې پر افغان ولس د خپلواکۍ پیرزوینه وکړه دهغه میړانه هم یادیږي.
پر افغانستان د انګریز ترڅنګ نورو تاړاکګرو هم تاړاکونه وکړل؛ خو هر یرغلګر له افغانستانه غاښ ماتی او سرماتی تښتیدلی دی.
مونږ باید د موجوده اشغال پرمهال له پرنګه د ازادۍ ورځ هیره نه کړو که له پرنګه د ازادیۍ د ورځې درناوی ونه کړو بیا خو معنی داده، چې د انګریزي استعمار په مقابل کې د مجاهیدینو او غازیانو قربانیو ته مو درناوی نه دی کړی.
مونږ منو چې دا مهال زمونږ هیواد د کفري هیوادونو لخوا په ګډ اشر اشغال شوی دی، ددې اشغال څخه د خلاصون لپاره هم قرباني ورکوو او هم د خپلواکۍ د اتلانو ارواو ته خپلې دعاګانې نذرانه کوو.
۹۷کاله دمخه غازي امان الله خان له انګریزانو خپله ازادي ترلاسه کړه د افغان ولس تاریخ ېې په زرینو کرښو ولیکلو، افغان ولس ېې په نړیواله کچه ازاد او خپلواک نورو هیوادونو ته وروپیژاندلو.
په هغه مهال چې زمونږ هیواد د پردیو لخوا اشغال نه د هغو ورځو او نن ورځې د ازادۍ په لمانځلوکې توپیر شته، هغه وخت افغانستان کاملا ازاد او خپلواکه و او نن ورځ د یوې خوا له انګریزه ترلاسه کړې خپلواکي لمانځي او د بلې خوا د اشغالګرو څخه د ازادۍ د ترلاسه کولو په موخه په سنګرونو کې پراته دي.
افغان ولس د پردیو اشغال ته چې دهیواد فضا او مځکه ټوله ېې په اختیارکې ده سرنه دی ټیټ کړی، غازي امان الله خان چې افغان ولس ته دازادۍ کوم پیغام ورکړی دا د هغه پیغام برکت دی، چې که نیکونه ېې د یوه پرنګ په مقابل کې وجنګیدل ازادي ېې ترې ترلاسه کړه، لمسي ېې هم د ټولو تاړاکګرو اشرګړو په مقابل کې جنګیږي.
د هیواد د ازادۍ ورځ باید په سمه او غر دواړو ولمانځو، د انګریزانو په مقابل کې چې کومو شهیدانو د سرونو قربانۍ ورکړي دهغوې د شهادت او پاکو وینو په درناوي سره باید د موجوده اشغالګرو مقابلې ته دوام ورکړو.
مونږ نن ورځ دهیواد خپلواکي او ازادي لمانځو؛خو دا هغه لمانځنه نه ده کوم وخت چې مو هیواد د هر ډول اشغال څخه ازاد و.
غازي امان الله خان خپلو هیواد والو ته یوپیغام پریښی دی، هغه داچې قلم واخلئ او دعلم په ډګر کې خپله برخه ترلاسه کړئ، هغه هیوادونه ازاد پاتې کیدای شي کوم چې لومړیتوب ېې علم ته ورکړی وي.
غازي امان الله داسې یو شخص وو، چی د وطن، ازادۍ او خپل ولس سره یې بی کچه مینه لرله؛ ځکه خو افغان ولس هم له غازي امان الله خان سره مینه لري او د هغه نوم په ډیر عزت او درناوي سره یاده وي.
غازي امان الله خان چې د واکمنۍ يه لومړیو کې خپل ولس ته په یوه غونډه کې د خپلواکۍ زیری ورکړ ویې ویل:
ترهغې به خپله دریښي په تن نه کړم او نه به خپله توره په تیکي کړم تر څو مې خپل ولس ته داخلي او بهرنۍ ازادي نه وي ترلاسه کړي.
افغان ولس د هغه غازي امان الله خان په قدم روان دی، له انګریزانو وروسته يې روسانو ته د سر په ککرۍ کې اوبه ورکړی، په الوتکو کې راغلي اشغالګر به هم په تابوتونو کې خپلو هیوادونو ته ولیږي.
غازي امان الله خان که له یوې خوا افغانستان ته خپلواکي واخیسته له بلې خوا يې تر استعمار لاندې هیوادونو د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لاره خلاصه کړه.
د افغانستان مؤمن او مجاهد ولس هم له روسانو خپل هیواد ازاد کړ او هم ېې محکوم ریاستونو ته دازادۍ لاره خلاصه کړه.



