
امريکا: په اته مياشتو کې ۸ زره څخه زيات کسان وژل شوي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۲۸) الماس خدرخېل
په امريکا کې د تاوتريخوالي ارشيف په نوم يوې ادارې ويلي، چې د دوی د څېړنو له مخې د روان زېږديز کال له پيل راهيسې په ۸ مياشتو کې ۸ زره کسان د وسلوالو نښتو په ترڅ کې وژل شوي.
د دوی د رپوټ له مخې، چې په دغه هېواد کې ۳۴۷۰۹ وسلوالې نښتې په بېلابېلو سيمو کې رامينځته شوي، چې ټولې نښتې په ياد هېواد کې د ګرمو وسلو له امله رامينځته شوي. په ريپوټ کې د يادو نښتو په پايله کې ۸۸۷۹ کسان وژل شوي او ۱۸۵۴۹ تنه يې ټپيان ښودل شوي.
دوی وايي، چې د دې نښتو ډيری بريدونه يې فردي ترسره شوي خو يو شمېر نور يې په ډله يیزه توګه هم شوي چې زياته مرګ ژوبله يې وراړولې.
د يادونې وړ ده، چې د روان ۲۰۱۶ ميلادي کال کې په اروپايي هېوادونو کې د ډېرو بريدونو خبرونه ورکول کېږي.



