طالبانو د بغلان ـ کندوز لويې لارې او ۱۲ پوستو د نیولو خبر ورکړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۸) زرغون خوږیاڼی

طالبانو کابل ټکي کام ته په یوه رالیږل شوي خبر کې ویلي، چې ځواکونو یې تیره شپه د بغلان کندوز پر لویه لاره ۱۲ پوستو باندې د تعروضي عملیات وکړل، چې په کې سپکې او درنې وسلې وکارول شوې.

طالب ویاند ویلي، چې یادې پوستې یې ټولیزه توګه نیولي دي او د بغلان ـ کندوز لویه لاره یې د حکومتي عسکرو پر مخ تړلې ده.

مجاهد لیکلي، چې د یادو پوستو څخه تښتیدلي عسکر د غرونو خواته پناه وړې ده، چې ددوی په تعقیب کې دي او جګړه اوس هم په شدت سره روانه ده.

طالب کندوز۲

ذبیح الله مجاهد لیکلي: “د ترلاسه شویو معلوماتو په اسا س تیر ماسخن شاوخوا ۹ بجې له ګردوان سیمي څخه نیولي بیا ترشهر کهنه پوري پراخه سیمه په بشپړه توګه فتحه او د د ښمن له کرغیړن شتون څخه پاکه او تصفیه شوه”.

ویاند زیاتوي، چې د جګړې په پایله کې ددوی ځواکونو ۴ رینجر موټر، ۲ ام بي ټانګونه او په لسګونو نوره درنه او سپکه وسله هم نیولې ده.

طالبانو ویلي، چې په سیمه ګڼ شمیر د عسکرو مړي پراته دي، خو کره شمیر یې نه دی معلوم.

بلخوا حکومتي چارواکو د یادو نښتو په اړه څه نه دي ویلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button