خپلواکي مو اخیستې، خو ساتلې مو نه ده!

ډاکټر مقدس وقار

اووه نوي کاله مخکې افغان ولس دغازي امان الله خان په مشرۍ له انګریزانو خپلواکي واخیستله او د وخت ستر زبر ځواک باندې یې د افغانستان خپلواکي ومنله.

د افغان ولس د بې دریغه قربانیو نتیجه وه، چې نن مونږ هم هماغه ورځ لمانځو او خوښي په کې کوو.

ازادي او خپلواکي په اصل کې د انسانانو د ژوند د لومړنیو غوښتنو څخه ده، چې د یوې ټولنې هر وګړی غواړي په ازاده اوخپلواکه فضا کې خپل ژوند ته ادامه ورکړي، هیلي او توقعات یې منحصر شوي نه وي، په پیل کې له خپل کور څخه بیا تر ولس او ټول ملت پورې د بل چا د فکر،زور یا په عامه اصطلاح د غلامۍ لاندې نه وي.

دلته د اسلام مبارک دین هم مونږ ته د ازادۍ او خپلواکۍ روحیه او تګلاره راښودلې ده، نو دا چې مونږ هم ځانونه د اسلام پیروان ګڼو نو باید زمونږ د خپلواکۍ ټکی هم د اسلام له دین څخه سرچینه واخلي.

مسلمان هغه وخت ازاد او خپلواک ګڼل کیږي، چې په خپله خاوره یا خپل مسلمان ملت کې یې پوره او کامل دیني حدود محفوظ وي، د مسلمان مال، ځان، حیا او ناموس خوندي وي، په خپلو دیني نصوصو کې خپلواک وي، شرعي قوانین نافذ وي او هم یې دنیاوي چارې په ازاده او خپلواکه توګه د اسلام تر سیوري لاندې وړل کیږي.

له افرادو نیولې تر مشرانو او په ټوله کې تر حکمرانانو پورې په اسلامي قونینو سمبال وي او د بل له فکر، عقیدې یا زور او زر څخه متاثره نه وي.
د ارزښت له مخې افغانستان د منځنۍ اسیا بام ګڼل کیږي، په هر عصر کې ښکیلاکګرو عناصرو او کړیو ورته د استعمار تور او منحوس لاسونه راتیر کړي دي.

د افغانستان مسلمان ملت یې هواسا او ارام ژوند ته نه دی پرېښی، د خپلو مغرضو او پلیتو اهدافو لپاره يې دا خاوره وخت ناوخت اشغال کړې ده.

دې استعمارچیانو لومړی په افغانستان کې د خپلو شومو او غیر اسلامي اهدافو لپاره مزدورې او بې دینه کړۍ پیدا کړي وي، تر څو په  دې هیواد کې څه نا څه د خلکو په سترګو کې خاورې واچوي او وښيي چې ګویا مونږ ستاسو په خوښه دې هیواد ته لښکر کشي کړې ده لکه اوس مهال.

د افغانستان میشت وګړي په اسلامي دین مئین او له سره تیریدونکي دي، دوی په ټوله معنا د اسلام پوره دین حاکم کول غواړي؛ خو د وخت ستر اشغالګر( یهود او نصار) چې د اسلام سر سخته دښمنان دي کله دې خپواکۍ ته پریږدي!

اوسنی امریکایي اشغال هم همدا موخې لري او نه غواړي، چې دلته دې یو اسلامي تمدن ژوندی وي، مسلمانان دې د ارام او هوسا ژوند ساه واخلي، نو یې د یوویشتمې پیړۍ په سر کې د افغانستان په پاکه او شهید پروره خاوره د خپلو غلامانو پر مټ یرغل وکړ،اسلامي نظام يې ختم او پر ځای يې د دیموکراسۍ غیر اسلامي نظام حاکم کړ.

پخوا هم همداسې وو، د ولس بې دریغه قربانیو په نتیجه کې د وخت ستر طاغوت انګریز ماتې وخوړه او د افغانستان خپلواکي يې ومنله، افغانستان یو خپلواک او ازاد هېواد شو، چې نن یې هم مونږ قرباني ستایو ، فخر پرې کوو او یاد یې ژوندی ساتو.

خو د استعمارچیانو فکري یرغل له سببه او دخپلې ناپوهۍ او د اسلامي سیاست څخه په نه خبرتیا مو خپلواکي ونشوه ساتلی، د لکونو او میلیونونو شهیدانو  د وینو پر سر مو سودا وکړه او په افغانستان کې مو د بیا بیا اسعتمار ته لاره هواره کړه او دا کار مو کړی دی.

د یووشتمې پيړۍ په سر کې د افغانستان پر خاوره یو اسلامي نظام حاکم و، د خلکو مال، ځان، حیا مخفوظه وه، جنګ جګړو نږدې پای موندلی و، اسلامي سیاست پلی و، اسلامي شعایرو ته درناوی کیدلو، اسلامي حدود نافذ وو او په ټوله کې افغانستان یو ځل بیا د خپلواکۍ او ازادۍ پر بختور پل قدم ایښی و.

د وخت ستر مفسدین یهودو او نصاراو ته د مسلمانانو دا ډول حالت کله هم د منلو وړ نه و، نو یې د یو څو لاسپوڅو بې ضمیره، بې ننګه او د شخصي ګټو غوښتونکي بې شرمه اشخاص پیدا او خپلې هیلې او غوښتنې یې ددوی په حنجرو کې ورکینولې او د هېواد د بیا اشغال زمینه یې ورته برابره کړه.

په زرګونو بمونه مو یو ځل بیا په هیواد ووریدل، په زرګونو شهیدان مو بیا ورکړل، هیواد مو په یو سیکولر یهودیزم اډې بدل شو، د افغانستان مسلمان ولس هیلې له خاورو سره خاورې شولې، مسجدونه مو ړنګ شول، علما‌ء مو شهیدان او یا د زندانونو خوراک شول، اسلامي احکام په پښو کې وغورځول شول او ځای یې یو اساسي قانون ونیولو.

د اهل الحل والعقد له لارې د حاکم ټاکل کیدل محوه شول او پر ځای يې عام انتخابات راوړاندې شول چې د اسلام سره په ټکر کې دي.

 حاکم اعلا چې یواځې یو الله جل جلاله دی له قانون څخه لرې شو او ټول واک د ولس سره شو، چې څه غواړي هغه به کوي.

دوی دیموکراسي هم پوره پلې نه کړه، بلکې په افغانستان کې یې په ټوله معنا یو مفسد نظام پلې کړ، چې د فساد اول نومره ګي یې تر اوسه ساتلې ده.

مونږ ولیدل چې ددوی په قانون کې د ولس رایو ته هم درناوی نشته او نه د ولس د غوښتنو په کیسه کې دي، څه چې امریکایي باداران یې وايي هماغه ډول قانون پلی  کیږي، لکه اوس چې جانکیري له خپل خاص فرمایش سره حکومت د عبدالله او اشرف غني تر منځ نیم په نیم وویشل شو.

نو په داسې حال کې خپلواکي له کومه شوه؟

د ولس برخلیک مو د امریکا فاشست او دیموکرات نظام سره دی، څه یې چې زړه غواړي هغسې کوي، نو خپلواکي به همدې ته وايي؟

په همدې لنډو ورځو کې مو ولیدل، چې امریکايي الوتکو په پکتیکا کې د خوشامند ولسوالۍ منارۍ کلي کې د ډاکټر وریښمین د کورنۍ  ۱۳ تنه بې ګناه مظلوم عوام مسلمانان شهیدان کړل، کوم چارواکي يې په اړه خوله هم ونه خوروله او نه یې یوه لنډه اشاره ورته وکړه.

نن به لا خپلواکي هم لمانځي!!!

په همدې توګه ومو لیدل، چې څو ورځې مخکې د امریکايي کروز توغندویو د ننګرهار د شینوارو په اچین ولسوالۍ کې ۶ عام هیواد وال او تنکي ځوانان په خپلو کورونو کې شهیدان کړل.

اوسمهال په هېواد کې تر ۶۰ زره زیات علما‌ء، قاریان او په ازادۍ مئين مسلمانان په زندانونو کې د بې وسۍ او محکومیت شپې سبا کوي.

نو ازادي چیرته ده او خپلواکي پيژنو؟

هو!

د خپلواکۍ ۹۷یمه کلیزه دې هغه چاته مبارک وي، چې خپلواکي او د خپلواکۍ قدر پيژني او اوس هم د خپلواکۍ لپاره سرونه نذرانه کوي او د پخوانیو اسلافو په لاره روان دي.

د افغانستان د مسلمان ولس د بیا خپلواکۍ په هیله!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button