د سوریې دولتي زندانونو کې د شکنجو له امله ۱۸ زره زندانیان وژل شوي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۷) زرغون خوږیاڼی

 د بخښنې نړیوال سازمان وايي؛ له ۲۰۱۱ نه تر ۲۰۱۵ م کال پورې د سوریې په دولتي زندانونو کې د شکنجو له امله نژدې ۱۸ زره کسان مړه شوي.

دې نړۍ وال سازمان له ۶۵ هغو زندانیانو څخه پوښتنې کړي، چې له شکنجو ژوندي پاتې شوي، د زندانیانو په وینا په زندانونو کې شکنجې بوږنوونکې وې، چې جنسي تیري هم په کې شامل وه.

د بخښنې نړیوال سازمان د راپور پر اساس په منځني توګه د سوريې په زندانونو کې هره میاشت تر ۳۰۰ ډیر کسان د شکنجو له امله وژل کیږي، یاد سازمان وايي، چې نیول شوي کسان عموماً زندان ته رسېدو سره سم د زندان د ساتونوکو له خوا وهل شوي. دا وهل ډبول بندیانو ته د “ښه راغلاست” په نوم پيژندل کیږي.

د بخښنې اداره وايي، تردې ډبولو وروسته سملاسي تلاشي پیلیږي او په دې لړ کې په ځانګړې توګه پر ښځو د نارینه ساتونکو لخوا جنسي تېري کیږي.

د بخښنې نړیوال سازمان دې راپور ته د” انسان ماتوي” نوم ورکړی دی.

د بي بي سي د راپور په حواله د سامر په نوم یوه زنداني د بخښنې نړیوال سازمان ته ویلي، “دوی مونږ سره د څارویو په څېر چلند کاوه، دومره چې څومره ممکن و ناانساني چلند کاوه.

زنداني وايي: ما وینې ولیدې چې د سیند په څېر به روانې وې … هېڅکله مې دا تصور نه و کړی چې انسانیت دې دومره ټیټې کچې ته ورسېږي. … هغوی زمونږ په وژلو کې کومه ستونزه نه درلوده چې هلته یا یې وروسته وژلي وای.”

یوه بل زنداني زید (اصلي نوم یې نه دی)، کیسه کړې چې د استخباراتو ادارې په یوه زندان کې د تهویې سیستم خرابېدو له امله په یوه ورځ ۷ کسان څنګه مړه شول.

زید زیاته کړه، “موږ یې په لغتو وهلو چې پوه شي څوک ژوندي او څوک مړه دي.”

د بشري حقونو د ملاتړ ادارو پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې پر دمشق فشار راولي ترڅو په زندانونو کې شکنجې او ځورونې پایته ورسوي.

د منځني ختیځ او د افریقا شمال لپاره د بخښنې سازمان مدیر فلیپ لوتر وویل، “د سوریې دولتي ځواکونه له څو لسیزو راهیسې د مخالفینو د ځپلو لپاره له شکنجې کار اخلي.

د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو نورې ملاتړې ادارې وایي، نړیوال ټولنه باید ژر ترژره پر دغو ادعاوو بحث وکړي.

دوی په ځانګړې توګه په امریکا او روسیه غږ کړی، چې د سوریې په کړکېچ کې د سولې خبرو لارښوونه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button