ترکيه: د موټربم بريد ۲۰ پوليس او ۵۳ ملکيان ټپيان کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۲۸) الماس خدرخېل

د ترکيې خبري رسنيو ويلي، چې د ترکيې په وان ولايت کې، د پوليسو په يو ماموريت د موټر بم  بريد شوی، چې په دې پېښه کې ۱ پوليس او ۲ تنه ملکيان وژل شوي، همدارنګه په پېښه کې  ۲۰ پوليس او ۵۳ ملکيان ټپيان هم دي.

پېښه د شپې ناوخته ۱۱ بجې رامينځته شوې، ويل کېږي چې چاودنه دومره زوروره وه، چې  غږ يې تر لرې، لرې اولسواليو هم اورېدل شوی.

چاودنه  د ایپیک یلو په سیمه کې رامينځته شوې. بم په هغه موټر کې چې د پولیسو ماموریت ته څیرمه دریدلی وو، ایښودل شوی وو.

د دې ولايت چارواکو د پېښې پړه د پي کاکا په نوم د کردانو کارګر ګوندپه يوې ډلې ور اچولې او ويلي يې دي، چې د پې کاکا ترهګرې ډلې د ایپيک یولو د پولیسو په مرکز  د موټر پر مټ برید وکړ. په برید کې  ۱ تن پولیس او ۲  تنه ملکي وګړي په شهادت رسیدلي  او ۲۰ تنو پولیس او   ۵۳  تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button