چین د نړۍ تر ټولو لویه الوتکه جوړه کړې

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۲) زرغون خوږیاڼی
چین د (AG600) په نوم د نړۍ تر ټولو لویه الوتکه جوړه کړې ده.
د یادې الوتکې نوښت په دې کې دی، چې د ذوالحیاتین په نوم سره په هوا او سمندر دواړو کې الوتنه او ناسته کولای شي.
یاده الوتکه۱۲۱ فوټه اوږدوالي او د ۵۳.۵ ټنه وزن په لرلو سره کولی شي، چې په هوا کې ۵۰۰۰ کیلومتره واټن الوتنه وکړي او د هوايي ډګر پرته په سمندر کې هم ناسته کولی شي، په هوا کې د ۱۲ ساعتونو لپاره پاتې کیدلی شي.
ددې الوتکې چینايي انجینرانو ویلي دي، چې یاده الوتکه د اور مړ کولو عملیه کې هم پراخه رول لوبولی شي، چې په ۲۰ ثانیو کې له سمندر څخه ۱۲ ټنه اوبه په خپل ځان کې جذبولی شي او د اور لګیدنې په ساحه کې یې د اور مړ کولو لپاره په خه توګه پاشلی شي.
ویل کیږي، چې دغه الوتکه په ټراسپورتي فعالیتونو کې هم تر نورو مخکې ده، یاده الوتکه د ۵۰ کسانو د بیړنيو درملنې وړتیا هم لري.



