دروژې مسایل (اولسمه برخه )

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي )
پوښتنه : آيا د شرعي نصف النهار پر مهال نيت کيدلاى شي او لمونځ کيدلاى شي او که نه؟.
ځواب : لومړى بايد دا وپيژندل شي چې شرعي نصف النهار څه شى دى؟ نصف النهار د ورځې نيمايي ته ويل کيږي، او د روژه دار لپاره له صبح صادق څخه ورځ شروع کيږي، پس له صبح صادق نيولې د لمر تر لويدو پورې ورځ شوه، د دې نيمايي ته شرعي نصف النهار ويل کيږي، او د لمر له راختو نيولې د لمر تر لويدو پورې ديته عرفي ورځ ويل کيږي، د دې نيمايي ته عرفي نصف النهار ويل کيږي، شرعي نصف النهار له عرفي نصف النهار څخه کم زيات څلويښت دقيقې دمخه وي.
هر کله چې دا معلومه شوه نو اوس په دې پوهيدل پکار دي چې د روژې په نيت کې نصف النهار لره اعتبار شته دى، له همدې امله د رمضان په روژه کې او په نفلي روژه کې له شرعي نصف النهار دمخه نيت کول صحي دي (کله چې څه خوړل شوي يا څښل شوي نه وي) له دې وروسته صحي نه دي، او په لمانځه کې عرفي نصف النهار لره اعتبار دى، چې په همدې وخت کې لمونځ روا دى، د شرعي نصف النهار (کومې ته چې ضحوه کبری هم ويل کيږي) پرمهال لمونځ کول صحي دي ([1]).
په دې هکله په احسن الفتاوی کې ليکل شوي :
پوښتنه : د روژې د نيت وخت تر شرعي نصف النهار پورې دى، په يو شمير کتابونو کې له نصف النهار څخه نيم ساعت دمخه ليکل شوى، او په يو شمير نورو کتابونو کې يو ساعت ليکل شوى، په دې خبرو کې کومه يوه صحي ده؟ او شرعي نصف النهار څه وخت وي؟.
ځواب : له صبح صادق څخه نيولې د لمر تر لويدو پورې د ټول وخت نيمايي ته شرعي نصف النهار ويل کيږي، د صبح صادق او طلوع افتاب په مينځ کې چې څومره وخت دى نصف النهار شرعي او نصف النهار عرفي (د زوال وخت) د دوى په مينځ کې نيمايي دى، مثلاً : له صبح صادق څخه د لمر تر راختلو پورې نيم ساعت وي نو له نصف النهار عرفي څخه پاو باندې يو ساعت دمخه نصف النهار شرعي وي، د همدغه وخت اندازه په هر موسم او هر ځاى کې مختلف وي، نو له همدې امله هيڅ اندازه په ساعتونو سره معلوميدلاى نشي، د مذکوره ظابطې مطابق دې عمل وکړى شي ([2]).
په فتاوی دارالعلوم کې ليکل شوي :
پوښتنه : زيد سهار مهال ويده وو، نږدې يوولس دوولس بجې وې چې را بيدار شو، اوس روژه نيولاى شي او که نه؟.
ځواب : د رمضان شريف د روژې نيت يا د نفلي روژې نيت له شرعي نصف النهار څخه دمخه صحي دى، يعنې تر يوولسو بجو پورې تقريباً صحي دى ([3]).
د نصف النهار د تعين طريقه
د نصف النهار د تعين طريقه دا ده چې لومړى دې دا معلومه کړى شي چې صبح صادق په څو بجو راخيږي او لمر په څو بجو لويږي، بيا دې د دوى په مينځ کې ساعتونه شمار کړى شي او د هغه نيمايي دې را واخيستل شي، نو په همدغه نصف کې دننه دننه که نيت وکړى شي نو روژه کيږي، او که چيرته نصف پوره يا له هغه څخه زيات تير شي نو روژه نه کيږي، د يوه ساعت قيد د احتياط لپاره لګول شوى دى ([4]).
نيت په ژبه کول ضروري دي او که نه
پوښتنه : نيت په ژبه کول ضروري دي او که نه؟
ځواب : نيت قصد او ارادې کولو ته وايي، په زړه سره اراده کول کافي دي، که په ژبې سره وکړل شي نوبهتره ده، په نه کولو کې يې هم کومه خبره نشته ([5]).
په مسايل رفعت قاسمي کې ليکل شوي :
په ژبه باندې د نيت کول ضروري نه دي، يوازې د زړه اراده کافي ده، تر دې چې د پيشمني خوړل په خپله د نيت قايم مقام دي، ځکه چې پيشمنى د روژې ساتلو په نيت خوړل کيږي، هو ! که چيرته د يو چا عادت دا وه چې په همدغه وخت کې يې څه خوړل، يا بل داسې کوم بدبخته سړى وو چې پيشمنى يې کولو او روژه يې نه نيوله نو د داسې خلکو لپاره د پيشمني خوړل د نيت قايم مقام نه دي ([6]).
د روژې نيولو نيت او د روژې ماتولو دعا
پوښتنه : د نفلي روژې نيت، د روژې نيولو او د روژې ماتولو دعاګانې څه دي؟.
ځواب : د نفلي روژې لپاره د مطلق روژې نيت کافي دي، او هغه دا ده )وبصوم غد نويت( او د روژې ماتولو دعا دا ده )اللهم لک صمت وعلی رزقک افطرت( .
ژباړه : اې الله ! ما ستا لپاره روژه نيولې وه او ستا په رزق باندې مې ماته کړه.
او د رمضان روژې په نيت کې دې داسې ووايي )وبصوم غد نويت من شهر رمضان(.
ژباړه : زه صبا ته د رمضان د روژې نيت کوم ([7]).
په رمضان کې هره ورځ نيت کول ضروري دي
پوښتنه : آيا په رمضان کې هره ورځ نيت کول ضروري دي؟.
ځواب : په رمضان کې هره ورځ نيت کول ضروري دي، يوه ورځ نيت کول د ټولو روژو لپاره کافي نه دي ([8]).
د نفلي روژې نيت
پوښتنه : د نفلي روژې د نيولو او ماتولو نيت څه دى؟ که چيرته د نذر په توګه نفلي روژه ومنل شي په دې ډول که زما فلانى کار وشو نو روژه به نيسم، نو د نيولو او ماتولو نيت يې څه دى؟.
ځواب : نيت د زړه اراده ته ويل کيږي، نفلي روژه د مطلق روژې په نيت سره هم صحي کيږي، او د نفلو په نيت سره هم، يعنې چې په زړه کې اراده وکړي چې زه روژه نيسم، خو د نذري روژې لپاره د نذر نيت کول ضروري دي، يعنې چې په زړه کې داسې اراده وکړي چې زه د نذر روژه نيسم، غالباً په پوښتنه کې مراد له نيت څخه هغه دعاګانې دي کومې چې د روژې نيولو او د روژې ماتولو پر مهال ويل کيږي، د همدغو دعاګانو ويل مستحب دي، ضروري نه دي، له هغو پرته هم روژه صحي کيږي، البته د همغو دعاګانو ويل په ژبه مستحب دي ([9]).
د روژې نيت په کومه ژبه کې پکار دى
پوښتنه : د روژې نيت په خپله مادري ژبه، لکه عربي، پښتو، اردو، انګريزي او نورو کې کيدلاى شي او که نه؟.
ځواب : د روژې د نيت ويل په ژبه ضروري نه دي، يوازې د زړه اراده کافي ده، که په خپله مادري ژبه يا په عربي ژبه کې وويل شي نو بهتره ده منع نه ده ([10]).
د پيشمني له خوړلو پرته د روژې نيت صحي دى
پوښتنه : پوښتنه دا ده چې د پيشمني خوړل ضروري دي او که نه؟.
ځواب : د روژې لپاره د پيشمني خوړل برکت دى، ځکه چې په دې سره په ورځ کې قوت پيدا کيږي، خو دا د روژې د صحي کيدو لپاره شرط نه ده، پس که چيرته يو چا ته د پيشمني خوړلو موقع پيدا نشي، او د پيشمني له خوړلو پرته يې روژه ونيوله نو روژه يې صحي ده ([11]).
د قضائي روژو نيت
پوښتنه : که چيرته له يو چا څخه د رمضان روژې قضاء شي او وروسته يې قضائي راوړي څه ډول نيت به کوي؟.
ځواب : نيت د زړه اراده ته ويل کيږي، پس که چيرته له صبح صادق دمخه د قضائي روژې نيت وکړى شي او روژه ونيسي نو روژه صحي ده، او که چيرته په ژبه باندې هم داسې ووايي چې )وبصوم غد نويت من قضاء رمضان( نو دا ډيره ښه ده، خو د روژې نيت د همدغو الفاظو له ويلو پرته هم کيږي ([12]).
([1]) اپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٤، ص : ٥٤٤ – ٥٤٥، بحواله : شامي، ج : ٢، ص : ٣٧٧، کتاب الصوم، مراقي الفلاح مع حاشية الطحطاوي علي هامش الطحطاوي، فصل فيما لايشترط تثبيت النية، ص : ٣٥٣.
([2]) احسن الفتاوى، ج : ٤، ص : ٤٤٦ – ٤٤٧.
([3]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ج : ٦، ص : ٢٢٢، بحواله : ردالمحتار، کتاب الصوم، ج : ٢، ص : ١١٦، له نيت څخه مراد د زړه اراده دى، په ژبه يې ويل ضروري نه دي، نو له همدې امله که چيرته يې په شپه کې اراده کړې وي او بيا ويده شوى وي، نو بيا وروسته هيڅ زيات شي ته ضرورت نشته دى.
([4]) مسايل رفعت قاسمي، ج : ٤، ص : ٤٦، بحواله : بهشتې زيور، حصه : ٣، ص : ٣.
([5]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٦٨.
([6]) مسايل رفعت قاسمي، ج : ٤، ص : ٤٩، بحواله : علم الفقه، ج : ٣، ص : ١٨، وايي له يوه چرسي څخه چا پوښتنه وکړه چې روژه نه نيسې نو پيشمنى بيا د څه لپاره کوې؟ چرسي ورته وويل : چې نه روژه ونيسم او نه پيشمنى وکړم بيا خو کافر کيږم (فضلي).
([7]) اپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٤، ص : ٥٤٥ – ٥٤٦، بحواله : مشکوة، ص : ١٧٥، کتاب الصوم، وايضا في الهندية، ج : ١، ص : ٢٠٠، کتاب الصوم، الباب الثالث، هنديه، ج: ١، ص : ٢٠٠، کتاب الصوم، الباب الثالث فيما يکره للصائم ومالايکره.
([8]) مسايل رفعت قاسمي، ج : ٤، ص : ٤٥، بحواله : علم الفقه، ج : ٣، ص : ١٨.
([9]) اپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٤، ص : ٥٤٧، بحواله : مراقي الفلاح علي هامش الطحطاوي، ص : ٣٥٤، کتاب الصوم، شامي، ج : ٢، ص : ٣٧٧.
([10]) فتاوى رحيميه، ج : ٧، ص : ٢٠٧، بحواله : فتاوى هنديه، ج : ١، ص : ١٩٥.
([11]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٤، ص : ٥٤٧ – ٥٤٨، بحواله : سنن ابن ماجه، باب ما جاء في السحور، ص : ١٢١، فتاوي هنديه، کتاب الصوم، الباب الاول، ج : ١، ص : ١٩٥.
([12]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٤، ص : ٥٤٨، بحواله : هنديه، ج : ١، ص : ١٩٥، وايضا في الدر مع الشامي، ج : ٢، ص : ٣٨٠.



