فیلیپین کې یو کب نیوونکي د ۱۰۰ میلیونو ډالرو مرغلره د خپل تخت لاندې ساتلې وه

 (کابل  ټکی کام ۱۳۹۵ وږی۲) زرغون خوږیاڼی

فلیپین کې یو کب نیوونکي ۱۰ کاله وړاندې په بحر کې د ماهیانو د نیولو پر مهال یوه ۳۴ کیلو ګرامه لرونکې مرغلره موندلې وه، چې وروسته یې د نیک ګومان په تړاو د خوب کوټه کې د خپل سخت لاندې ساتلې وه.

ویل کیږي، چې یاد کب نیوونکی چې د نوم د اخيستلو يې ډډه شوې ده د فلیپين په پالاوان ټاپو وزمه کې د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت مرغلره د خپل تخت لاندې ساتلې وه.

یاد کب نوونکی د پالاوان بحر ساحل ته نږدې په یوه غریبه کوډله کې اوسیدو، د کب نیوونکي کمښت هغه وخت راغلو ، چې کوډلې یې اور واخیست او دا اړ شو چې نږدې د اور وژنې عمله راوغواړي، په پای کې یاده مرغلره د چارواکو لاسته ورغله.

ويل كيږي چې كيداى شي دا په تاريخ كې تر ټولو لويه مرغلره وي چې تر اوسه پورې موندل شوې ده.

د فليپين چارواكي وايي، چې د اړوندو څېړنو نه وروسته به مرغلره په ښار كې په يو موزيم كې نندارې ته وړاندې كړي. پدې ډول به د سيلانيانو د جذبولو په موخه ترې كار واخيستل شي.

تر اوسه د کب نیوونکي برخه لیک نه دی په ډاګه شوی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button