ایمن الظواهري له ټولو جهادي ډلو غوښتي چې له طالبانو سره یو ځای شئ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۳) الماس خدرخېل
ایمن الظواهري له ټولو مجاهدینو غوښتي، چې له طالبانو سره یو ځای شئ د القاعده تنظيم مشر ايمن الظواهري له ټولو مجاهدينو غوښتي چې له طالبانو سره يو ځای شي.
ظواهري دا خبرې په يوه ويډيو کې کړي، چې د يکشنبې په ورځ د دوی په يوه انټرنيټ پاڼه کې خپره شوې. هغه له ټولو مسلمانانو او خاصتاً له افغانانو غوښتي، چې د طالبانو د سپين بيرغ لاندې راجمع شي او په همدې ډله کې دې پاتې شي.
د القاعده د تنظيم مشر په دې ويډيو کې د (اسلامي دولت) ډلې مشر په ابوبکر البغدادي نه، بلکې په قبيلوي نوم ابراهيم البدري يې ياد کړی، هغه زياته کړې چې ياده ډله له خوارجو هم بدتر خلک دي.
خوارج هغه افراطي مسلمانې ډلې ته ويل کېدل، چې په وړو وړو مسائلو باندې به يې په مسلمانانو د کفر حکم کولو، چې دغه شان خلک د اسلام د څلورم خليفه حضرت علي رضی الله عنه په وخت کې وه او دوی ته به (خوارج) ويل کېدل.
د يادونې وړ ده، چې ۱۱ سپتمبر او د القاعده شبکې مشر له وژل کېدو نه وروسته، د دې ډلې فعاليت کم شوی و، چې وروسته بيا د ايمن الظواهري په مشرۍ دغه ډله پياوړې شوه او په سوريه کې يې د جبهة النصرة او احرار الشام په نوم سترې جهادي څانګې فعالې کړې او ويل کېږي، چې د اسد رژيم سره د ښه مبارزې کولو له امله يې دغه څانګه له القاعده ځانګړې اعلان کړه.
مګر ايمن الظواهري دا خوښوي، چې په افغانستان کې داعش ته مايل شوي خلک بېرته د طالبانو ليکو ته ورشي او د هغوی تر بيرغ لاندې خپله مبارزه مخ پر وړاندې بوزي، یاد مشر په خپله بیانیه کې د ځینو مستندو دلایلو په ویلو سره جوته کړې، چې داعش د مسلمانانو لپاره هدفي ناسور دی، چې باید مجاهدین یې پر شومو او مغرضو اهدافو وپوهیږي او له خوارجو دغې بدترې ډلې ته په خپله ساحه کې د نفوذ اجازه ورنکړي او باید کلکه مبارزه ورسره وشي،.
ظواهري له ټولو ډلو غوښتي چې، په افغانستان کې د طالبانو د سپین بیرغ لاندې په یو اتفاق او اتحاد سره راټول شئ. ايمن الظواهري څه موده وړاندې، د طالبانو له نوي مشر هيبة الله اخوندزاده سره خپل بيعت اعلان کړو.



