روسیه: که امریکا له روسیې بندیزونه لرې کړي، افغانستا ته به الوتکې ورکړو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۳) زرغون خوږیاڼی
د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وویل، چې که امریکا د روسیې پوځي بندیزونه لرې کړي، مسکو به پرته له ځنډ نه افغانستان ته پوځي چورلکې ورکړو.
په افغانستان کې د روسیې د ولسمشر نماینده زیاته کړه، چې امریکا په خپله په ګونډو کیدو کې ده، ځکه چې د امریکا کانګرس په دغه هیواد کې د روسیې پوځي بندیزونو ته اجازه ورنکړه، بلکې په مستقیمه توګه د بارک اوباما د قوماندې له لارې یاد بندیزونه وټاکل شول؛ یاد هیواد دې دا بندزونه لرې کړي.
ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د پوځ لوی درستیز قدم شاه شهیم د اګست د میاشتې په ۲۹ نیټه هند ته سفر وکړي، دی به په رسمي توګه هندي مقاماتو څخه د پوځي وسایلو د غوښتلو لست ورکړي.
هندي چارواکي هم د افغانستان له هوايي ځواک سره د نورو الوتکو د ورکولو په اړه وروستۍ پریکړه کوي.



