کابل ټکی کام ۰۳وږي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له لارې امر کړی دی، چې د عامه نظم پولیسو قومندان پاسوال زمری پیکان دې تر هغې پورې پر خپل کور کیني، تر څو چې د ده پر زوی د وژنې تور لرې شي.
د تېرې زمري میاشتې په ۲۹مه نېټه د جمعې په ورځ د کابل ښار په شېرپور سیمه کې څو کسانو چې د عامه نظم پولیسو جامې یې پر تن وې، یو کس په ډزو سره وواژه.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش رسنیو ته وویل، چې د عامه نظم پولیسو قومندان پیکان ته د دغه وزارت له خوا هدایت ورکړل شوی دی، تر څو پر کور کیني او په وزارت کې دنده ترسره نه کړي.
دانش وویل، د پیکان د زوی په اړه څېړنې دوام لري، چې یو پلاوی د کورنیو چارو وزارت له خوا هم ټاکل شوی دی.
دانش زیاته کړه، چې دوی د څېړنو د نتیجو انتظار کوي، تر څو حقیقت څرګند شي.
دا په داسې حال کې چې څه موده وړاندې د پیکان خپلوان له دولتي واک او امکاناتو څخه په ناوړه ګټه اخیستو تورن شوي وو.
د یادولو ده، د کورنیو چارو وزارت د پیکان د دندې پرمخ وړلو لپاره سرپرست ټاکلی دی.
















