(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۳) سمسور ګیلاني
یوه افغان ځوان اروپا ته د رسېدو لپاره د یوه بار وړونکي موټر لاندې سل کیلو متره سفر کړی، چې د کمربند په مټ یې ځان تړلی وو.
یورو نیوز خبر ور کړی دی، دوو کسان ورته اقدام کړی، چې یو له دې جملې څخه ۱۹ کلن او بل یې ۱۶ کلن دی او د ايټالیایي پولیسو له خوا وموندل شول.
مګر یو شمېر رسنیو ویلي دي، چې له ترکیې څخه اروپا ته تلونکي یوه افغان ځوان ۲۲ ساعته د یوه بار وړونکي موټر لاندې ځان تړلی وو.
یو شمېر نور خبرونه بیا وايي، دغه افغان ځوان د یوه بار وړونکي موټر لاندې د یوه کمربند په مټ ځان تړلی وو، چې د دغه موټر لاندې یې ۴۰۰ کیلومتره سفر کړی.
دغه افغان ځوان د یونان د پناه اخیستونکو له یوه کمپ څخه تښتېدلی او په ورته اقدام یې لاس پورې کړی، چې بالاخره ایټالیایي پولیسو په ناپل ښار کې پیدا کړ.
د دغه بار وړونکي موټر چلوونکي ویلي دي، چې له دغه ځای څخه یې هېڅ خبر نه درلودو.
له بلې خوا څخه افغان ځوان اسکای ټي جي ۲۴ ته ویلي دي، چې قاچاق وړونکو ته یې ۹۰۰ یورو ورکړي دي، تر څو د سفر یاده زمینه ورته برابره کړي.
د یادولو ده، په روان میلادي کال کې تراوسه پورې لږ تر لږه سل زره پناه اخیستونکي ایټالیا ته رسېدلي، چې په دغه شمېره کې سلګونه تنه افغانان دي.
















