فرانسه: دوه مسلمانې میرمنې  له هوټل نه وشړل شوې(مسلمانانو ته به په خوړو کې زهر واچوم)

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۸) زرغون خوږیاڼی

د فرانسې په پاریس ښار کې دوه حجاب لرونکي مسلمانې میرمنې له یوه هوټل څخه په داسې حال کې وشړل شوې، چې یو سړی ورته وايي: ((تاسې ترهګر یې او مسلمانان ټول ترهګر دي)).

دا پېښه د فرانسې (لو سیناکل) سیمې په تریمبلې – اون فرانس رسټورانټ کې د شنبې په شپه رامنځ ته شوې ده.

پيښه په هوټل کې له یو مشتري لخوا  په پټه توګه ثبت شوې، چې په ټولنیزو رسنیو کې له خپریدو وروسته یې یو لړ غبرګونونه راوپارول.

په ثبت شوې ویډیو کې ښکاري، چې  یو رستورانت  کې مسلمانو میرمنو ته د خوړو ورکولو نه ډډه وشوه او هغوی له ګواښلو وروسته وشړل شوې.

د رستورانت  اشپز مسلمانو میرمنو ته په ګواښ کې وویل، چې« مونږ  په خپل رستورانت کې مسلمانانو ته خواړه  نه ورکوو، ددینه وروسته به د مسلمانانو په خوړو کې د مږو زهر  واچوم ».

مسلمانه میرمن ورته وايي، چې مونږ د توکم پالو لخوا خدمت نه غواړو!

اشپز په ځواب کې ورته ویلي: “توکم پالي نور خلک نه وژني.”

دی زیاتوي: “ستاسې دواړو په شان خلک خوړنځي کې نه غواړو. او بس!.”

ځايي پولیسو د لاکسپریس ورځپاڼې ته ویلي، چې دوی یاد هوټل ته ورغلل؛ خو هلته یې د پيښې په اړه کوم شکایت ترلاسه نه کړ.

د یادونې وړ ده، چې په فرانسه کې د مسلمانانو پر ضد د بد چلند پيښې ډيرې شوي،په دې وروستیو کې په حجاب لرونکو مسلمانو میرمنو د سیند غاړې ته تګ یا په سیند کې د لامبا بندیز ولګید، چې ځینو فرانسویانو یاد بندیز د فکر او مذهب د ازادۍ سره په ټکر کې وباله.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button