کابل ټکی کام ۱۷میزان/۱۳۹۴
قدرت الله حسین
د افغانستان دولت له روسيې څخه غوښتي دي، چې په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې پر ضد بريدونه وکړي.
د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف څرګنده کړې ده، چې کابل له روسيې څخه دغه غوښتنه کړې ده، خو د دوی يې تر دې دمه اړتيا نه ويني.
د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت د اختصاصي ډپارټمنټ مدير هم له ايزويستيا ورځپاڼې سره په خبرو کې ورته څرګندونې کړې دي.
روسي چارواکو ويلي دي، چې د ولسمشر لومړي مرستيال رشيد دوستم ترې په بار بار دغه غوښتنه کړې ده، چې په ترڅ کې له روسيې د وسلو او الوتکو د ترلاسه کولو او د هوايي بريدونو غوښتنه هم کړې ده.


















