ژباړه: محمدیونس
وایي، څلور محصلان د ازموینې په شپه د درس ویلو پر ځای د تفریح لپاره چکر ته تللي ؤ. د ازموینې لپاره یې هم تیاری نه ؤ نیولی. د ازموینې په ورځ د څه چاره کولو په فکر کې شول. په پلان یې کار کاوه، چې استاد به څه ډول غولوي. محصلینو خپل سر او مخ له زر ورقو څخه ډک کړل. کالي یې هم ګګړ کړل.
په پوهنتون کې د خپل استاد مخ کې ودریدل. استاد ته یې کېسه په دې ډول وکړه: تېره شپه د واده مراسمو ته د ښار نه بهر تللي وو. دا بېرته راګرځیدو په وخت کې څه دا ډول پیښه رامنځ ته شوه؛ چې د موټر ټایر پنچر شو او په ډېر مشکل سره مو موټر ډیکه (ټیله) کړو، یو ځای ته مو ځانونه ورسول، نو و مو نه شو کړلی چې د ازموینې لپاره آمادګي ونیسو او آزموینې ته حاضر شو.
استاد پریکړه وکړه، چې درې ورځې وروسته دې د آزموینې لپاره راشي. زده کړیالان خوشال شول او درې ورځې یې ښه درس ولوستلو.
د آزموینې په ورځ یې باور درلوده، چې پارچه به حلوي. ټولګي ته راغلل. استاد هغوی ته وویل چې هر یو باید په جلا جلا خونې کې ازموینه ورکړي. محصلینو چې ښه درس یې لوستی ؤ او د ازموینې لپاره یې ښه امادګي لرله؛ هر یو یې په خوښۍ جلا جلا خونو کې کیناستل؛ خو پارچه کې فقط دوه سواله راغلي ؤ:
۱ـ د ناوې او زوم نوم او تخلص ولیکی! (۶) نمرې
۲ـ د موټر کوم ټایر پنچر شوی ؤ ؟ (۱۴) نمرې


















