شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

دا مريکايانو په څوارلس کلن يرغل ځغلنده نظر

kabull نشرونکی: kabull
اکتوبر 9, 2015
کټګوریانې: مقالې
0
8
ځلې شریک شوی
99
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

لیکنه : مولوی سیرت 

له ننه څوارلس کاله وړاندې چې کله امريکايانو په  افغانستان مسلحانه يرغل پيل کړ د هغه مهال حکومت يعني د افغانستان په اسلامي امارت باندې يې ځينې تورونه لګول تر څو د خپلې حملې لپاره جعلي مُبرر پيدا کړي مګر حقيقت هر چاته څرګند وو چې امريکا د کومو موخو لپاره يرغل کوي، د يرغليزو اقداماتو تر څنګ يې د عوام فريبانه وعدو او شعارونو د انعکاس لپاره بې شمېره نړيوالې رسنی اجاره او خپل چوپړ ته چمتو کړې، د دې لپاره چې يو تعداد سست عنصره، جاه طلبه د پرديو په خدمت روږدي او شړل شويو خائنو افغانانو ته هم د دوی تر څنګ د درېدو پلمه او مجوز په لاس ورکړي نو يې خلکو ته داسې وعدې ورکولې لکه روسانو او کمونستانو چې د خپل يرغل لپاره د لارې برابرولو په خاطر د کور، کالي او ډوډی شعارونه زمزمه کول، امريکايانو هم افغانستان باندې ختل د افغانانو د بخت بيدارېدو او دنيوي جنت جوړېدو پيلامه اعلانوله ويل يې چې:

  • باثباته، مسلکي اداره او د ديموکراسی په اصولو ولاړ حکومت به رامنځته کېږي
  • ښځو ته به د هغوی حقوق ورکولی شي
  • د بشر حقوق به تامينولی شي
  • د بيان ازادي به وي
  • د مخدره موادو کر کيله او قاچاق به له منځه وړل کېږي
  • د تعليم د ودې او پراختيا لپاره به کار کېږي.
  • د کړېدلو افغانانو کړاوونه به ختم او د دوی اقتصادي ستونزو ته به د پای ټکی ايښودل کېږي

دا دی څوارلس کاله پوره شول حقيقت روښانه شو ايا امريکا په خپلو ژمنو کې رښتينې وه؟

او که د دوی وعدې او شعارونه هم د روسانو او کمونستانو د شعارونه او وعدو په څېر غولونکي وه؟

ځواب څرګنده دی چې د دوی وعدې هم پوچې بلکې برعکس ثابتې شوې

دا چې اسلامي امارت باندې يې د ترهګری تورونه لګول ايا امريکايان په رښتيا هم د عدل او بشر پالنې فرښتې دي، د مهربانی او بشر دوستی له مخې يې دلته عدالت پلی کړ؟

 د صحنې له شاهدانو، د ويښ ضمير او بصيرت له څښتنانو پټه نه دی، د څوارلس کاله جنګ په اوږدو کې او دا اوس هم لګيا دي په مظلومو او بې دفاع افغانانو، ړندې بمباری کوي، په کورونو يې چاپي اچوي، زندانونه ته يې کشوي،  مالونه يې لوټي عزت يې تر پښو لاندي کوي، د بدني او روحي تعذيبونه څومره نقشې يې چې په ذهن کې راغلي ټولې يې دلته عملي کړې دي  دا څه يې چې وکړل او لا کوي يې دا ټول د دې خبرې دليلونه دي چې:

نړيوال ترهګر همدوی دي، د هر ډول شر، فساد، ظلم، قساوت، تفرقه اندازی خپروونکي همدوی دي، د بشري حقوقو تر ټولو ستر ناقضين هم همدوی دي، د خلکو، ژوند، پت، عزت، غربت، او کړاو هېڅ ډول پروانه ورسره نشته .

د ملي او مذهبي خائنانو، جاه طلبه او ماده پرستو څخه د نړی په کچه لومړی درجه فاسده اداره يې جوړ کړې د پيسو او خپلو مدرنو وسلو په زور يې په دې هېواد تپلې ده، د بشري فجائعو مرتکبين، وينه ځبيښونکي،شړل شوي جنګسالاران،او يو تعداد له دين، اسلامی ثقافت او افغاني پتمنو او وياړلو رسوماتو څخه بې خبره او منحرف عناصر يې راوستلي په افغانانو يې مسلط کړي، د سمت، ژبې، او قوميت د بېلتون تخمونه يې کرلي او دا دی اوس د دې منحوسې توطئې په فزيکي توګه د عملي کولو د مشاهدې انتظار باسي، لا هم په ډېره بې شرمی دا ستر مثبت بدلون، لاسته راوړنه او ديموکراسي ګڼي.

د جهل، غوړو وعدو او غربت څخه په استفاده يې ځينې ښارې مېرمنې موسستاتو کې کار کولو او دفتري وظيفو ته اړ ايستی، له هغوی څخه د حياء، عفت، وقار او افغاني غيرت د لوټلو په منظور ګڼې پروژې په کار اچولي، چې هره ورځ د  مېرمنو د جنسي تشدد، د مبهمو وژنو او د هغوی د خود کشی د ګڼو پېښو شاهدان يو، حال دا چې افغانستان کې ښځې تر وکړې نرو زياتې دې د روسانو د يرغل په اندازه بلکې تر هغه هم د زيات د وحشت او بربريت ښکار شوې، دېته هغوی د ښځو د حقوقو ازادي وايي او دا هم يوه لاسته راوړنه ګڼي.

د مخدره موادو د کښت او قاچاق کچه ورځ تر بلې په زياتېدو ده، د مخنيوی شعارونه يې يوازې تر رسنيو پورې محدود دي بلکې د يرغلګرو چارواکي پخپله يې په قاچاق او توليد کې ملوث دي.

د بيان د ازادی خو هغه حال دی چې ژورنالستان، خبريالان، ليکوالان يې د حقائقو او په ځانګړي توګه د هغو رښتينو خبرو له خپرولو چې د امريکايانو مخالفينو ته پرې ګټې رسېږي منع کړي، ښه مسلکي او د تقدير وړ هغه دی چې د افغانستان د حالاتو او روانې اوضاع په هکله بې دريغه او ښکرور درواغ ووايي، د تخلف په صورت کې خبريالان وي او که عام ولس يو تور ورباندې لګولی شي د بند، شکنجې او حتی د مرګ په سزا محکومولی شي.

په عوض د دې چې د نوي نسل د تعليمي معيارونو او کوائفو د لوړلو هڅه وشي زياتره ترکيز په دې دی چې څنګه هغوی له دين څخه په فاصله کې کړل شي، ډول ډول پروګرامونه يې په کار اچولي تر څو د هغوی په ذهن کې له جهاد، مجاهدينو او اسلامي نظام څخه کرکه او نفرت پيدا کړي، له اسلامی تشخص، عزت نفس، حياء، لوړ همتی، خود اراديت او خود کفائيت له نعمتونو څخه يې محروم کړي تر څو يرغلګر وکولای شي د تل لپاره يې بې تکلفه پخپل چوپړ کې د خپلو شومو موخو لپاره استخدام کړي

له افغانستان سره چې څوارلسو کالو کې څومره مرسته شوې هغه اصلاً په داسې ځای کې نه دي لګول شوې چې زير بناء، بنيادي او عام المنفعت وي بلکې مدد کوونکو زياتره لګښتونه د خپلو هدفونو په خاطر په خپلو نوکرانو کړی، په مختلفو حيلو او طريقو د خائنو واکمنو جيبونو ته تللي او هغوی هم له دې امله چې خپله ماته يې حتمي ګڼلې او په هېواد کې استوګنه ورته شونې نه بريښي خپله ټوله سرمايه يې بهرنيو هېوادونو ته انتقال کړې او لا لګيا دي له ازادو تجارانو او سرمايه دارو څخه د هغوی شتمني هم د زور، غصب، اختطاف او رشوت له لياره تر لاسه کوي او افغانستان څخه يې وباسي.

نو ځکه خو په زغرده ويلای شو چې امريکايان د اسامه بن لادن د ګرفتاری په بهانه راغلل تر څو د اسلامي امارت بديل دلته د خپل خوښې کفري اداره را منځته کړي چې تر څو يې په مټ په دې هېواد او سيمه کې خپل شوم پلانونه پلي کړي

د خلاصې او مقايسې په توګه که ووايو دا يو حقيقت دی چې د افغانستان د طالبانو تحريک او اسلامي امارت چې د بې کچې قربانی په نتيجه کې کوم امن راوستلی وو، افغانان يې له هر ډول تفرقې او افغانستان ته يې له تجزيي څخه محفوظ کړی وو  ځمکنی بشپړتيآ او ملي يو والی يې خوندي کړی وو، د هيواد له مخلصو او اصيلوبچيانو، مثالي خادمانو، دردمنو او مهربانو شخصيتونو څخه يې حکومت تشکيل کړی وو د هېواد والو د سوکالی او پرمختګ په لياره کې يې چې څومره نه ستړي کېدونکی چټک مزل پيل کړی وو تر څو په لنډ وخت کې افغانسان له خپلو سيالانو سره سيال او مسلمان ولس ښېراز او خوشحال کړي، يرغلګرو دا ټول په ډېره بې رحمی په لغته ووهل او هېواد يې يو ځل بيا هغه ناورين سره مخ کړ کوم چې د اسلامي امارت تر رامنځته کېدو د  مخه وو

امريکايان که په رښتيا پخپلو جنايتونو معترف وي او خپله له شرمه ډکه ماتې مني نو تر دې وروسته بايد هغه څه ونکړي چې له امله يې په فضاحت کې زياتوالی او نړيوال اعتبار کې کمښت راځي، نور افغانستان بايد افغانانو ته پرېږدي چې پخپل هېواد کې د خپلې خوښې حکومت جوړ کړي.

مخکینې مطلب

ویکیلیکس په کندز کې د پې پولو ډاکټرانو نومي روغتون باندې د بمبارۍ ویډيو ترلاسه کولو لپاره ۵۰ زره ډالر جائزه اعلان کړه

بل مطلب

کابلوف: کابل له روسيې غوښتي چې د داعش پر ضد افغانستان کې بريدونه وکړي

ځانګړي مطالب

مقالې

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com