د “رابرټ بیلز “او “انس حقاني” فیصلې د عدالت په ټنډه تور داغ!

لیکوال نصیب ځدراڼ

۲۰۱۲ میلادي کال د مارچ یولمسه نیټه وه، د قندهار ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې یو امریکایي عسکر رابرټ بیلز په نیمه شپه د خپل پوځي مرکز څخه راوتو، په دروازه کې ولاړ د اردو عسکرو کوشش وکړو چې را منع یې کړي، ولي چې د بیلز ژوند ته یې خطر جوړیدی شو، امریکایې عسکر د دوی غوښتنې ته غوږ ونه نیو، ورته غوسه شو  او د اردو عسکر یې غلي کړل، د کلي په طرف لاړو او ورک شو، لږ ورسته د ډزو غږونه راغلل، د اردو عسکر اندیښمن شول، چې هسې نه د امریکایي عسکر ژوند ته خطر پیښ شوی وي؛خو دلته کیسه بل ډول وه.

عسکر د نږدې کلي یو کور ته ورننوتلی وو، د یوې کورنۍ ۱۶ تنه چې ۹ تنه یې ماشومان وو، نور ښځې او سړي وو په شهادت رسولي وو او بیا یې جسدونه ته اور ورته کړی و.

عسکر ورغلل رابرټ بیلز یې پوځي بیس ته بیرته راوست او بیا یې کابل ته راوړ او  روغ رمټ یې امریکا ته ورسولو.

په دا ټوله کیسه عدالت سترګې پټې کړې، امنیتي ادارو، وکیلانو او دولتي چارواکو ځانونه غلي کړل، د شهیدانو کورنۍ ته یې د سړي په سر یو څه ډالر ورکړل او ورته وویل شوو، چې خولې مو بندې کړئ.

دا کیسه هلته رایاد شوه، چې د عدالت لومړۍ محکمې د انس حقاني د اعدام پریکړه وکړه، عحیبه قضاوت دی، د زرګونو کیلومتره  لرې راغلی انګریز افغانان د چرګانو غوندي حلال کړي او بیا زمونږ چارواکي یې روغ وطن ته ولیږي او انس حقاني چې نه یې کوم جرم ثابت وو نه یې په کومو نظامي چارو کې لاس وهنه ثابته وه هغه د اعدام په سزا محکوموي، ولې چې پلار او وروڼه یې د همدغو انګریزانو په خلاف د آزادۍ او اسلامي حاکمیت لپاره مبارزه کوي.

که د انس د اعدام پریکړې علت دا وي، چې د جهادي مشر زوی دی؛ نو بیا دې صلاح الدین رباني، حبیب الرحمن سیاف ، احمد مسعود، حبیب الرحمن حکمتیار، ظاهر قدیر ته هم د اعدام سزا ورکړل شي، دوی ولې د مراعاتو، وزارتونو او چوکیو خوندونه آخلي او آزاد ګرځي؟ د دوی پلارانو هم د یرغلګرو روسانو سره جنګ کړی وو؛ خو د انس د پلار جرم یواځي دومره زیات دی، چې روسانو سره یې هم جهاد کړی وو، ورسره د ناټو د ۴۹ هیوادونو سره یې هم په جهاد کې څلور بچیان قربان کړل او مقاومت یې دوام لري.

د امریکایانو چې  خوښه وي “رابرټ بیلز” لاسونه په وینو ککړ د عدالت او دولت له منځه روغ امریکا ته  رسوي او بې ګناه د مدرسې طالب انس حقاني د قطر نه کابل ته راوړي او د اعدام په سزا یې محکوم کړي.

د انس کورنۍ د روس او بیا د ناټو د یرغل  په خلاف د قربانیو یو ځلیدلی تاریخ لري، د حقاني کورنۍ د انس د  څلور وروڼو په شمول د دوی  کورنۍ څخه ۵۸ تنه شهیدان ورکړي او په سختیو کې بلده کورنۍ ده.

خو افغان دولت او عدالت دې لږ د ملت او وطن ګټو ته هم پام کوي، امریکایان به د دوی د دفاع لپاره تل دلته نه وي، که د امریکایانو د خوښۍ لپاره دوی انس حقاني د اعدام په سزا محکوم کوي، نو د امریکایانو  دښمن به کم شي.

زما په اند د اشرف غني د حکومت او امریکایانو دښمنان به نور هم زیات شي. د دوو یرغمل شویو انګریزانو د وژلو سره تر ټولو زیات تاوانون به یې د افغانستان دولت  وزغمي.

امریکایان به په باګرام کې نندارې ته ورته ناست وي او خپل هدف ته په رسیدو به د خوښۍ جشنونه کوي.

د دې حکومت د عدالت په ټنډه  به د تل لپاره د شرمندګۍ یو داغ جوړ شي، چې قاتل انګریزان به یې خوشي کول او د دوی څخه د وطن دفاع کوونکو خپلوان به یې اعدامول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button