د کلکاني د بيا خښولو په مراسمو کې نښته رامنځته شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۱۱) الماس خدرخېل

حبیب الله کلکاني یا بچه سقاو ته د منسوبو هډوکو د بیا خښولو په مراسمو کې ګډوډي پېښه شوه او د ډزو په تبادله کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د شمال د پخوانۍ ټلوالې مشرانو نن د کابل په عیدګاه جومات کې د سقاو زوی او د هغه د ملګرو د پاتې شونو د جنازې له مراسمو وروسته هڅه وکړه، چې دا هډوکي په شهرارا غونډۍ کې خښ کړي خو د جنرال دوستم پلویانو مخکې تر مخکې د سقاو پلویانو ته خبرداری ورکړی و، چې په دې تاریخي ځای کې به د افغانستان د تاریخ دا بدنامه څېره خښولو ته پرېنږدي.

ټاکل شوې وه، چې نن به د حبیب الله کلکاني مړی د کابل ښار په شهر ارا تپه کې یو ځل بیا خاورو ته وسپارل شي. خو دغه غونډۍ د کلکاني د بیا خښونې څخه وړاندې د دوستم ملېشو نېولې وه او ویل یې چې هېچاته اجازه نه ورکوي چې په دغه سیمه کې خپل مړي خښ کړي.

د حبیب الله کلکاني پلویان وايي چې د دوستم وسله‌والو پرې ډزې کړي دي چې له کبله یې ۵ کسان ټپیان شوي دي.

د شمالي ټلوالې ځينو مشرانو، د عطاء محمدنور په ګډون د دې غونډې امنيت نيولی و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button