د محمدي او ډیپلوماسي لهجو او طریقو ترمنځ واټن

کابل ټکی کام ۱۱وږي/۱۳۹۵، لیکنه: د خړې حجرې خړ طالب
که ستاسو په یاد وي، د پاکستان د پنجاب صوبې گورنر چې د رسول کریم صلی الله علیه وسلم د شان مقدس په باب یې گستاخي وکړه او بیا یې خپل باډیگارډ د جهنم کندې ته په موړ نس ولېږلو، ځکه تازه له هوټله راوتلی وو، باډیگارډ یې د ظاهري مماشات وروسته، د خپل پاک ټوپک پاکه خوله د ده ناپاکې خولې ته سیخه کړه او د خپل نبي په شان یې غیرت وکړ.
په دې وخت کې زمونږ او ستاسو د جهاد پخوانی رهبر، د اخوانیت سترلارښود، د دینی زدکړو پروفیسر استاد رباني، چې دا وخت نوموړی امریکایی اسلام ته منقاد وو او د محمدي اسلام سره یې مخه ښه کړې وه، ځکه د اخوانیت او د سید قطب د زامنو خو شعار همدا دی، چې اسلام یې د مخ په جېب کې پروت دی، خپل هر عمل ته اسلام وايي.
رباني چې د کابل د غلامې ادارې تش په نام د سولی شوری مشر وو، د سولې په اړه د یو رسمي سفر په ترڅ کې د پاکستان په دوره ولاړ، اسلام اباد ته په رسېدو یې د پاکستان واکمنو ته د پنجاب د ذندیق گورنر فاتحه ولوستله.
د اسلام له نظره د رسول کریم صلی الله عله وسلم په سپکاوي سره سړی ذندیق کیږي او ذندیق د اسلام څخه خارج دی او د ذندیق فاتحه کفر ده، ځکه دا کار په خدای جل جلاله باندې العیاذباالله د ملنډو وهلو په معنا سره دی، د دې مثال داسې دی، لکه څوک چې د یو حیوان فاتحه اخلي.
دلته محمدي او ډیپلوماسي کړنلارې سره جلا کیږي.
اسلام د ذندیق فاتحه لوستل ناروا او یو ډېر ستر جرم بولي، اوس نو که د رباني کاکا سیاست تر اسلام لاندې وای، نو داسې کول ورته په کار وه، چې پاکستاني مقاماتو ته یې ویلي وای: درست! ورورکه، دا کس د اسلام له نظره ذندیق دی او په اسلام کې د ذندیق فاتحه لوستل جرم دي، زما او ستا دوستي، همجواري پر ځای، خو په دې به نه رانه خفه کېږی، ځکه دلته اسلام ما ته اجازه نه راکوي او په دې له ما خدای خفه کیږي او زه راوتلی د خدای په رضا پسې یم، نو خدای نه شم خفه کولی، کېدای شي، پاکستان هم نه وای ترې خفه شوی، الله جل جلاله خو به یې هسی خوشحاله کړی وای، خو د ده سیاست چون د بین الملل تابع وو، نو دستي له اسلامه ورته وځي او هغه سیاست ته پاته کیږي، چې تر خدای او تر اسلام یې لاندې نه بولي، بلکې د بین الملل کاکا د ډیپلوماسي لهجه او طریقه بیا خرابیږي، نو ځکه د نړیوال بین المللي سیاست پابند او بنده ګرځي.
د پاکستان فضل الرحمن هم د سیاست په ډگر کې ځان تر اسلام لاندې نه بولي او خپل سیاست د عالمي قانون لاندې چلوي، ځکه هم ده جناب په طالبانو دا نیوکه درلوده، چې د دوی جد و جهد تر عالمي طریقې نه وو لاندې، ځکه ناکام شول، یعنې طالبان د بین الملل تر قانون لاندې، ډیموکراسی ته منقاد، اسلام باندې نه ولاړ سیاست درلود، ځکه ناکام شول. زه د فضل الرحمن په دې تعبیر نه پوهېږم، چې دی کامیابي څه شي ته وایي؟
د خدای رضا کامیابي بولي او که د ډیموکراسی په لادینه مېز د هر قسم ذلت سره سره، د خپلې خېټې او هوس پالل او سمبالول او د کافر په طریقه د ووټ گټلو ته کامیابي وایي؟
اوس به راشو، محمدي طریقې او لهجې ته، کله چې نړیوال کفر د ملاصاب د اسلامي نقشې سره را واخیسته، اصلاً، دوی اسلام من حیث د یو واکمن نظام نه شوای زغملای، نو سل قسمه مشکلات او بهانې یې اسلامي امارت ته راپیدا کړې، چې په دې کې یوه یې، دوی ته د شهید اسامه د سپارلو موضوع وه، چې په دې اړه یې هر ناکام کوښښ سرته ورساوو او په دې هکله یې په اسلامي نړۍ کې له خپلو غلامانو کار واخیست او په دې سلسله کې یې، سعودي عربستان چې د اسلام مرکز دی او د دوی په اند کېدای شي، په اسلامي امارت ډېر اغېز ولري، رامخته کړ او د ملاصاب تر خړې حجرې یې هیئت راورسېد او دلته د ملنگ ملاصاب په فاروقي،عمري غولي ډېر دروند کېناست، په هغه اندازه څومره چې بېرته په کومه اندازه له همدې غولي سپک پورته شو.
له هغه ملا چې بې د خدای له دین څخه یې بل هېڅ نه لیدل او د بین الملل په هېڅ طریقه یې باور نه درلود او د ډیپلوماسۍ لهجې او طریقې یې تل تر قراني او محمدي هغه قربانولې، له دغه ساده، ملنگ او په اسلام ټینگ ولاړ ملا څخه، د دوی غوښتنه دا وه، چې یو حر، خپلواک مجاهد مسلمان اسامه بن لادن رحمه الله د امریکې د غلام په واسطه د دوی بادار، یعنې امریکې ته وسپاري، د ملا صاحب حر او اسلامي ذهن دا خبره نه شوای برداشتولی، هغه یو الله په خدایۍ منلی وو او فقط اسلام یې د سیاست ډګر او ټول کړه وړه یې په اسلام سمبال وو، نو دغه اسلامي واقعي سیاست مدار ملنګ ملا صاب په محمدي لهجه داسې ورته وفرمایل: تاسو ته له خدایه حیا نه درځي؟ له الله جل جلا له څخه نه ډارېږی؟ چې د یو مسلمان په صفت یو مجاهد حر مسلمان له یو بل حر او خپلواک مسلمان څخه غواړی، د خدای عظیم دښمن او لوی کافر ته یې سپاری؟!! په دې لهجې سره چې واقعاً حره، اسلامي او محمدي طریقه وه، ملا صاب مبارک خپل رب او خالق خوشحاله کړ او هغه اوږد لمني بې معنا عرب، چې خپل ټول شان او شوکت او د اسلام ټوله تقاضا یې یوازې د فرج او بطن له تقاضا قربان کړي، خفه کړل او سپک یې له درانه غولي پورته شول، اوس به له بین المللي ملا فضل الرحمن څخه پوښتنه وکړو، چې ملاصاب دلته هم ناکام بولي؟ چې خپل رب یې رضا او د دجال فرمایش یې داسی رد کړ، لکه رسول کریم صلی الله علیه وسلم چې به د مکې د مشرکینو او د هغه وخت د امپراطورانو او دجالانو فرمایشونه ردول. ببین مصافه ای را از کجا تا به کجا.
اصلاً دا د دوو طریقو واټن دی، چې د دې واټن ساتل، لکه لمونځ داسې فرض دی، ځکه د مسلمان سیاست هم باید اسلامي وي، نه بین المللي.
تر دې پورې یوه کیسه را په یاد شوه، د صحابه کرامو یو وفد فارس ته تللی وو، فارسیان له قدیمه با فرهنګه او با تمدنه یا د اوس وخت په اصطلاح عصري ټولنه وه، دسترخوان هوار دی، ډوډۍ ته ناست دی، د وفد له مشر څخه د ډوډۍ اتام ولوېد، هغه مبارک د محمدي طریقې مطابق، د ډوډۍ اتام راپورته کړ او ویې خوړ، ځکه په پاک دسترخوان لوېدلې وه او کومه چټلي نه وه پرې نښتې، نو د حدیث حکم دی، چې دا ډول لوېدلې ډوډۍ باید راپورته شي او وخوړل شي، دلته په صحابه وو کې یو کس، له ښه نیته، چې دا فارسیان د دوی د دې عمل څخه بل قسم تأثر وانخلي او د دعوت کار ته یې صدمه ونه رسیږي، د دوی له عصري توب څخه ګواکي دا مبارک لږ متاثر غوندې شو، نو یې خپل ملګری د وفد مشر حذیفه رضی الله عنه ته پټ په غوږ کې وویل: کاشکې دا کار دې نه وای کړی، دا فارسیان به څه وایي، چی دا څنګه خلک دي، حذیفه صاب د ده سره دا خبره خو مني نه، بلکې په لوړ اواز داسې فرمایي، چی ایا زه د دغه جاهلانو له خاطره د رسول کریم صلی الله علیه و سلم سنت طریقه ترک کړم؟!
اوس تاسو فکر وکړئ! لږ ګرېوان ته سر ښکته کړئ، چې صحابه کرام په دومره عادي امر کې د چا تر تاثیر لاندې نه راتلل او په ډېر شدت سره یې داسې څه ردول، خو که ملا صاب مبارک په داسې موضوع کې چې تر ایمان او عقیدې پورې تړاو لري، محمدي طریقه خپله کړي، هم به خلک اعتراض ورباندې کوي؟!
اې د اسلامي سیاست او خلافت مجدد ملاصاب!!
روح دې ښاد او طریقه دې تل تر تله ژوندی اوسه، الله جل جلاله دې ستا طریقه او ستا سیاست ستا څخه له پاتو نه پاته کوي، خدای دې زمونږ اوسني مشران همداسې محکم ولري، چې له هېچا رنګ وانخلي او خپل هر څه په اللهي طور سرته ورسوي او اللهي رنګ په ټولنه او خپل سیاست کې دوامداره وساتي.
په همدې هیله!


