فلپين کې چاودنې ۸۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۱۳) الماس خدرخېل

تېره شپه د فلپین  د ګڼې ګوڼې په داواو  ښار کې د مارکوپولو هوټل مخې ته درنه چاودنه شوې ده، چې په کې ۱۴ کسان وژل شوي اوتر ۷۰ نور ډیر ټپیان دي.

ویل کیږي، چې د فلپین ولسمشر ((رودريګو دو ټیرټي)) دې ښار ته راغلی و، یاد ولسمشر به دې هوټل ډير راتللو؛ خو چارواکو ویلي دي چې ولسمشر په یو بل ځای کې و.

ولسمشر ((رودريګو دو ټیرټي)) په همدې ښار کې پیدا شوی دی او ۲۲ کاله یې په کې د ښاروال په توګه دنده تر سره کړې ده.

د داواو  ښار  د پولیسو  مشر  خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي،‌ چې د چاودنې نه وروسته د ښار ټولې دخولي‌ او خروجي‌ دروازې بندې شوي دي او په دې اړه پلټنې دوام لري.

ویل کیږي، چې ددې برید پړه په داعش پورې مربوط د ابو سیاف ډلې منلې ده.

د فیلیپین ولسمشر رودریګو دوټیرټي د نشه یي توکو د قاچاقبرانو پر خلاف جګړه اعلان کړې، امنیتي‌ ځواکونو او خلکو ته يي د هغوې  د وژلو  امر کړی دی، چې تر ډیره په دې هیواد کې لوی قاچاقبران جګړه رهبري کوي.

چاودنه د يوه داسې هوټل تر څنګ شوې، چې هلته بهرني وګړي تګ راتګ کوي، خو د بهرنيانو د وژل کېدو په اړه تر دې دمه چارواکو څه نه دي ويلي.

 

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button