(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۳) زرغون خوږیاڼی
تېره ورځ د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف د دماغي سکتې له امله په یوه روغتون کې د ۸۷ کلونو په عمر ساه ورکړه.
له ارګه په خپره شوی خبر پاڼه کې ویل شوي، چې ولسمشر اشرف غني نن سهار د اسلام کریموف د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره ازبکستان سمرقند ښار ته ورسید.
ویل کیږي، چې اشرف غني به د افغان ولس په استازيتوب، د ازبکستان ولس ته همدري او تسلیت وړاندې کړي.
ویل کیږي، چې د کریموف د جنازې مراسمو کې د ګډون لپاره به د نورو هیوادونو ولسمشران ، ځینې وزیران او لوړ پوړي چارواکي هم راشي.
ولسمشر کریموف مړی د خپل پلرني ښار سمرقند ته لیږدول شوی دی، چې نن ناوخته به خاورو ته وسپارل شي.
ده په خپل هېواد کې ۳ ځلې انتخابات ګټلي او ۲۷ کاله ددې هېواد ولسمشر پاتې شوی دی.
ازبکستان ۳ ورځې ملي ماتم اعلان کړی دی.
















