قاري خالد
تېره ورځ کابلیانو بیا دنویمو کلنو تکرار ولید. خپل منځي اخ ـ ډب شروع و، دواړو لوریو دټوپکو ججورې پر بېګناه ښاریانو تسې کړې
شخړه دمړو پر سر رامنځ ته سوې وه، یو لوری خپل مړی اتل بولي بل لوری خپل مړی، په اوږو یې بار کړي او دښار لوړو تپو ته یې خېږوي.
کله چې کوم ولس خپل ژوندي اتلان نه پېژني، اشغالګر یې دېته مجبورَوي چې لاشونه پر اوږو وربار کړي
اصلاً اشغالګرو ددې ولس عادت خراب کړی؛ دوی ته یې له یوې نېمې لسیزې راهیسې، ژوندي لاشونه پر اوږو وربار کړي، اوس چې اشغالګرو ددوی نبض پوره درک کړ بې روحه لاشونه یې پر اوږو ورسپاره کړل، چاته یې حبیب الله(بچه سقاؤ) وربار کړ او چاته نجیب الله او دښار واټونو کې یې سره په جنګ واړوَل.
تاریخ ګونګ ندی او نه یې پر چا پردې اچولي، نجیب الله ددې ملت په وینو سیاست کړی او حبیب الله همچنان، البته له نجیب الله یې افغانوژنه ډېره پیکه ده
دپښتنو په اړه یوه تاریخي خبره دا سته دی چې خپل ټول مړي اتلان ګڼي او ژوندي مشران په تېږو ولي، مګر تاجکان په قصدي توګه داسې کړنو ته هڅوَل کېږي، ترڅو په هیواد کې ژبني رقابت دوام ومومي، ددوو وروڼو اقوامو ترمنځ تربګنۍ زیاتې سي او اشغالګر خپلو شومو اهدافو ته درصد پر اړه ډاډمن لوری ومومي.
که حبیب الله اتل وي یا نجیب الله؛ په داسې حالاتو کې چې هیوادوال مو دیوې ګولۍ ډوډۍ لپاره خپل اولادونه پلوري، واړه ماشومان شاقه کارونو ته مجبور دي، دښارونو هر واټ له سوالګرو ډک دی، مسلکي کدرونه په کراچیو پالک خرڅوي، کاریګر په ورځو ـ ورځو په چوکونو کې ناست وي او په کار پسې لالهانده ګرځي. دکومې اړتیا له مخې دحبیب الله او نجیب الله د اتلولۍ ږغونه پورته کېږي؟
دواړه دخدای درګاه ته تللي، ددواړو پر اړه دتاریخ حافظه کې حقایق سته، دواړه ددې قوم بچیان ول، ضرورت څه دی چې پر داسې باریک وخت کې یې له قبرونو راباسي؟
غربیان لګیا دي زموږ د ولس ترمنځ نفرتونه زېږوي، ددې دردمن ولس ترمنځ دنفرت واټن زیاتوي او په لایتناهي ژبني او قومي تعصباتو او دښمنیو یې لتاړَوي
دلته دهرې نادودې تر شاه دغرب خیرن لاسونه پټ دي، هر چارواکی په ریموټ څرخوي او دخپلو اهدافو دتحقق لپاره کار ترې اخلي
اوس چې پر لاشونو سیاست زور اخیستی، ددې سیاست تر شاه غربي لاسونه شتون لري، غواړي افغانان په لایعني شیانو مصروف او خپلو شومو موخو ته رصد یقیني کړي
که افغان ولس دغرب شوم سیاست درک نکړي، نږدې وخت کې به له دې دزیاتو او سختو پېښو او ناخوالو شاهدان وي، یو څو پلورل سوي مشران به یې پر سرنوشت لوبې کوي او د ولس دپاکو احساساتو څخه به ناوړه ګټې پورته کوي.
همدا وخت دی چې ولس دجوش پر ځای له هوشه کار واخلي، خپل رښتوني اتلان درک کړي، خپل سرنوشت په خپله وټاکي، اتل ته اتلولي ورکړي او دوطن او دین دښمن دتاریخ غېږې ته تورمخ وروسپاري.

















