(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۱۳) الماس خدرخېل
تېره ورځ په پکتيا کې يو ستر لاريون ترسره شو، چې ډېری خلکو پکې برخه اخيستې وه، لاريونکونکو په حکومتي چارواکو غږ وکړ، چې په تاريخي سيمه کې د کلکاني خښول د قومونو تر منځ لانجې ته لار هوارول دي او حکومتي چارواکي بايد په دې اړه چوپه خوله پاتې نه شي.
پکتياوالو د جمعې له لمانځه وروسته دغه لاريون ترسره کړو او ويې ويل، چې کلکاني د هېواد په تاريخ تور داغ دی او هيڅکله به يې هېوادوال د اتل په توګه ونه پېژني.
د پکتيا ولايتي شورا غړی محمد رحمان قادري وايي: د حبيب الله کلکاني د بيا خښولو مراسم په يو تاريخي ځای کې په سختو حالاتو کې ترسره شول او دا د قومونو د بېلوالي لپاره کار کول دي، له دې سره به قومونه ووېشل شي.
د پکتيا يو بل قومي مشر ښايسته جان احدي وویل: که له کابل څخه د بچه سقاو هډوکي لرې نه کړي، ولسونه به په پراخو لاريونونو لاس پورې کړي.
هغه وايي، کلکاني د هېواد دښمن و او تل يې د هېواد په تاريخ تور داغ لګولی، دوی زياتوي هيڅکله به ولسونه حبيب الله کلکاني د هېواد د اتل په نوم ونه پيژني.
لاريونکونکو د حبيب الله کلکاني عکس ته اور ورته کړ د هغه پر ضد يې شعارونه ورکول.
د يادونې ده، چې حبيب الله کلکاني د امان الله خان پر ضد راولاړ شوی و، چې د هغه حکومت يې ړنګ کړ او له هغې وروسته د نادرشاه د حکومت په دوران کې کلکاني او د هغه پلويان هېواد ته د خيانت په تور اعدام شول.
















