راستنېدونکي کډوال: څمکنو کې د ثبت کارتونو پوره پيسې نه راکول کیږي

جلال ريحان
افغان کډوال یوازې له هېواده بهر له ستونزو سره مخ نه دي، بلکې په هېواد کې دننه هم هغه افغانان چې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي له ګڼو ستونزو سره مخ دي. سرپناه نه لري او نه هم د ژوند نورې اسانتیاوې لري.
په تېرو کلونو کې، چې د كډوالو په چارو كې د ملګرو ملتونو ادارې کومو افغانانو ته د استوګنې کارتونه ورکړي اوس پرې د بېرته ستنیدو پرمهال د هرکارت پر سر نغدې پیسې او نور حقوق ورکوي؛ خو په دې وروستیو کې له دې بهیر شکایتونه ډېر شوي.
په روانو شپو ورځو کې شاوخوا شپږ سوه کورنۍ هره ورځ له تورخم څخه را اوړي.
ننګرهار ته یوشمېر راستنې شوې کورنۍ وايي، په څمکنو کې ترې د كډوالو په چارو كې د ملګرو ملتونو د كډوالو ادارې کارکوونکیو د استوګنې لس او شل کارتونه اخستي، چې یوازې د اته یا لس کارتونو حقوق یې ورکړي او د پاتې کارتونو حقوق یې په خپلوکې وېشلي دي.
د ننګرهار ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمری وايي؛ په دې اړه ګڼ شکایتونه شوي، چې له اړوندو ادارو سره یې شریک کړي دي.
د ننګرهار د کډوالو او راستنيدونكو چارو رييس علام قادر فقیرزی هم د یادې ستونزې پخلی کوي؛ خو وايي د كډوالو په چارو كې د ملګرو ملتونو ادارې له همکارۍ پرته دا ستونزه نه حل کیږي.
له پاکستان څخه بېرته ستنو شویو کورنیو ته مناسبې سرپناوې، روزګار او د ژوندانه لومړنیو آسانتیاوو ته نه لاسرسی، هغه سترې ستونزې دي، چې دا اداره او افغان حکومت یې تراوسه پر حل نه دی بریالي شوي.
دپيښورمهاجروايي چي په ورځو ،ورځودکډوالوادارې دفترته ناست یو، شپې ورته سباکوو ماشومان اوښځینه راسره وي هیڅ دتشنابونو اوپردې خیال نه وي، چي هلته تللي هغوی شکایت کوي هغه وعدې چي دوی دلته ورسره کړې وي خو هلته بیا څه نه وي.
هغه افغانان، چې د تېرو درېیو لسیزو ناخوالو له کبله یې خپل پلرنی ټاټوبی پریښی او په نورو هېوادونو کې له ستونزو ډک ژوند تیروي، د ښه ژوند په لټه کې خپل هېواد ته ستانه شوي دي، خو هلته يې هم د يو دښمن په بڼه هرکلی شوی.
په تېرو ورځو کې ځينې افغان کډوال په ننګرهار کې د ځايي پوليسو له خوا وويشتل شول، ځينې نور يې زخميان کړل شول، په دې خاطر چې دوی دولتي ځمکې غصب کړي دي، خو هغه افغانان چې له ګاونډي هېواد نه راستانه شوي دي، دوی په بار بار دا ويلي، چې خپلې ځمکې او کورونه، نه لري د مجبورې ورځې يې په دغو دښتو کې ځانته سرپناوې برابرې کړي دي.
په هېواد کې د کډوالو یوه ستره برخه تجاران دي، چې دوی غواړي خپل کاروبار په افغانستان کې پر مخ بوځي خو دوی له ډېرو ستونزو سره مخ دي. لومړۍ ستونزه، چې د دې تجارانو ده په هېواد کې د امنيت نشتوالی دی پانګوال نه شي کولی چې په ډاډه زړه پانګونه وکړي؛ ځکه چې د دوی ځان او مال د مافیا له لوري له خطر سره مخ دی.
بله عمده ستونزه، د اداري فساد ده چې له امله یې دوی نشي کولی خپل کاروبار په ښه ډول سره پر مخ بوځي. اداري فساد د دوی د کاروبار په پرمختگ کې یو ستر خنډ دی، دوی چې څه له خپل کاروبار څخه تر لاسه کوي د هغې ستره برخه په اداري فساد کې له لاسه ورکوي.
درېیمه ستونزه يې د ازاد بازار ده چې له مخې یې د دوی تولیدات د گڼو نړوالو کمپنیو له لوري تهدیدېږي او نشي کولی چې د هغو بهرنیو تولیداتو مقابله وکړي او په پای کې له سقوط سره مخ کېږي. د دې ستونزې د حل لپاره ضروري ده چې افغان حکومت په خپله اقتصادي پالیسيۍکې د پام وړ تغیرات راولي، تر څو په کور دننه د تولیداتو گراف کې ښهوالی راشي.
له هېواده بهر د افغان کډوالو د راستنېدنکو بله ستونزه دا ده، چې د کډوالو قیمتي شتمني او مالونه په کمه بيه خرڅېږی، دوی نه شي کولی، چې په دومره کمه موده کې دې د ميلونونو او لکونو کاروبار راټول کړي او خپل هېواد ته ستانه شي.
همدارنګه ډېری کډوال بې وسه دي، خپل پلرني کورونه يې ګډوډ او ناسم دي آن چې ډېری خلک د خپلو ځمکو بريدونه هم نه پېژني، که افغان کډوالو ته د ملګرو ملتونو له لوري ټاکل شوې ځمکه په ښه زړه او په وخت ورکړل شي، نو ډېری افغانان به د کورونو خاوندان شي او د ژوند کولو چارې به پرمخ يوسي. خو هغسې نه کېږي بلکې زمونږ ځینې هېوادوال د پېښور له ځينو کمپونو څخه وويستل شول او په هېواد کې په پرديو کورونو کې ژوند کوي او د هغې یوې ټوټې ځمکې آوېزونه یې په جیبونو کې زاړه شول او لا تر اوسه پورې ورته هغه ځمکه نده ورکړل شوې چې ورسره ژمنې شوې وې .
همدارنګه په پاکستان کې افغان کډوال د ډېرو مشکلاتو سره مخ دي، چې عمده مشکل يې د چیکنګ ۱ مرکز دی چې د پېښور په څمکنیو کې موقعیت لري ، څوک چې کډه باروي هغوی نوموړي مرکز ته مراجعه کوي ، نمبر لیکي یوه میاشت یا شل ورځې وخت ورکوي او کله یې چې کډه بار کړه، نو دغه مرکز ته راځي او کتار کې به درېږي ، چې هره ورځ ورته سلګونه موټر په سره ګرمۍ کې په اوږدو اوږدو کتارونو کې ولاړ وي ، چې د ډېرې ګرمۍ پر وجه یو شمېر ناروغانو او ماشومانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړ ، د چیکنګ مامورین چټک کار نه کوي غواړي، چې خلک په کتارونو کې څو شپې او ورځې تېرې او ښه په تنګ شي ، تر څو له ګرمۍ څخه د ځان ژغورنې په موخه دوی ته ، د یوه موټر په سر له ۱۰ زرو نه واخله تر پنځلس اوشلو زرو پورې روپۍ ورکړي .
افغان چارواکو ته په کار دی چې د افغان کډوالو له راتلو دمخه په یوه داسې میکانیزم کار وکړي، چې افغان کډوال په کې ځان خوندي احساس کړي.
د بشري حقونو فعالان وايي د پولیسو له خوا ځورونې افغانان اړ کړي خپل فعالیتونه محدود کړي، چې له امله یې د دوی اقتصادي ستونزې زیاتې شوي او همدا راز زده کړې او وظیفې ته نه لاس رسی يې محدود شوی.
ويل کېږي، چې دې کار افغانان مجبور کړي دي،که څه هم د امنيتي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي خو بيا هم کوښښ کوي چې خپل هېواد ته ستانه شي.
د بشري حقونو د څار ټولنه وايي چې هغه افغانان چې په پاکستان کې د بد چلند له امله بیرته افغانستان ته ستنیږي په هغو کسانو کې به شامل شي، چې اروپا ته د رسېدو هڅه کوي.



