دفاع وزارت: په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي اردو ۱۰ منسوبین او ۷۹ وسله وال وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۱۳) الماس خدرخېل
دفاع وزارت پر خپلې ويپاڼه کې ويلي دي، چې په تېرو څلور ويشتو ساعتونو کې يې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د عملياتو پر مهال د ملي اردو ۱۰ تنه منسوبينو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷۹ مخالفين يې وژلي دي.
دفاع وزارت د ملي اردو عسکرو د ټپي کېدو په اړه معلومات نه خپروي، خو ويلي يې دي چې په عملياتو کې يې ۷۹ وسله وال وژلي او ۲۹ نور ټپيان دي.
په ياده خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ملي اردو په تېرو څلور ويشتو ساعتونو کې په ننګرهار، پروان، غزني، پکتيکا، کندهار او يو شمېر نورو ولايتونو کې عمليات کړي.
بايد وويل شي، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ملي اردو تر څنګ ملي او محلي پوليس هم جنګېږي، چې د تلفاتو په اړه يې کله هم رسمي څرګندونې نه کېږي.
د یادوني وړ ده، چې طالبان تل د دفاع وزارت خبرپاڼي ردوي او تبلیغات یې بولي، بل لوري ته طالبان هم وخت ناوخت د ملي اردو او پولیسو د وژلو ادعاوي کوي چې دفاع وزارت یې بې اساسه بولي.



