طالبان وايي په پکتيا-جاني خيلو کې يې ۹ امريکايان وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۱۳) الماس خدرخېل
طالبانو کابل ټکی کام ته په يو رالېږلي خبر کې ويلي دي، چې د دوی ملګرو تېره ورځ د پکتيا په جاني خېلو ولسوالۍ شاوو سيمه کې د امريکايانو په قطار وسلوال بريد ترسره کړی، چې په پایله کې يې يو ټانګ په مکمله توګه تخريب کړی.
طالب ويندوی زياتوي، چې په نوموړي ټانګ کې سپاره ۷ تنه امريکايي فوځيان يې وژلي دي.
په خبر کې ويل شوي دي، چې تېره شپه يې په يو بل امريکايي ټانګ باندې د ماين په واسطه انفجار کړی، چې پکې ۱ تن امريکايي فوځي وژل شوی او ۲ تنه نور يې سخت ټپيان کړي هم دي.
د يادونې ده، چې جاني خېلو ولسوالۍ څه موده وړاندې طالب وسلوالو د افغان فوځ نه ونيوله،ويل کېږي چې ياده ولسوالۍ اوس هم د طالب وسلوالو په ولکه کې ده.
د امريکايي فوځيانو د وژلو په تړاو تر دې دمه، په افغانستان کې ميشت ناټو ځواکونو څه نه دي ويلي.



