په عملياتو کې د تورکيې ۱۰ تنه سرتيري وژل شوي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۱۳) الماس خدرخېل
د ترکيې رسنيو ويلي دي، چې تېره شپه د وان ولايت د چالدران ولسوالۍ د تندريک غره په لمنو کې يې د پي کاکا ډلې پر خلاف عمليات کول، چې پر مهال يې نښته رامنځته شوې او پکې د ترکيې د پوځ ۸ تنه سرتيري وژل شوي دي.
د سيمييزو راپورونو له مخې په نښته کې ۸ تنه ترکي سرتيري ټپيان شوي هم دي.
همدارنګه په ماردين ولايت د دارګيچت په ولسوالۍ کې نښته شوې، چې په پايله کې يې ۲ تنه سرتيري وژل شوي.
ويل کېږي، چې د ترکيې فوځ د تندوريک په غره کې د پي کاکا ډلې په مرکزونو بمباري کړې، چې له امله يې ۱۳ تنه د يادې ډلې سرتيري وژلي دي.
د يادونې ده، د ترکيې پوځ په دې وروستيو کې د پي کاکا د ډلې پر خلاف د ترکيې هېواد په بېلابېلو برخو کې پراخ عمليات پيل کړي دي.



