د حج مسایل (شپاړسمه برخه)

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د دعا قبليدو ځايونه

پوښتنه : په حج کې هغه کوم کوم ځايونه دي چيرته چې دعاګانې ډيرې قبليږي؟.

ځواب : هغه ځايونه دا دي :

(۱) له ملتزم سره (۲) له ميزاب رحمت لاندې (۳) په بيت الله کې (۴) د زمزم څښلو په وخت کې (۵) د مقام ابراهيم شا ته (۶) په صفا او مره باندې (۷) په سعی کې (۸) په عرفات کې (۹) په مزدلفه کې (۱۰) د رمی په وخت  کې (۱۱) په بيت الله باندې د نظر لګيدو په وخت کې ([1]).

د حرم شريف حدود او فاصله

له مکه مکرمه څخه تنعيم ………………………………………….. ۵ کلوميتر

له مکه مکرمه څخه بطن نمره (د طائف پر لار) …………………..۱۱ کلوميتر

له مکه مکرمه څخه جبل ثنيه (د ذات عرق پر لار) ……………….۱۱ کلوميتر

له مکه مکرمه څخه حديبيه (شميسي) …………………………..۲۱ کلوميتر

له مکه مکرمه څخه جعرانه ………………………………………..۲۲ کلوميتر

له مکه مکرمه څخه راه يمن (د يلملم پر لار) ……………………. ۱۱ کلوميتر

له مکه مکرمه څخه نخله يمانيه………………………………۱۳ کلوميتر

د مکه مکرمې او ميقاتونو تر مينځ فاصله

له مکه مکرمه څخه ذوالحليفه (ابيار علي) ……………………۴۱۰ کلوميتر

له مکه مکرمه څخه ذات عرق …………………………………….۹۰ کلوميتر

له مکه مکرمه څخه قرن المنازل ………………………………….۸۰ کلوميتر

له مکه مکرمه څخه يلملم ………………………………………..۱۰۰ کلوميتر

له مکه مکرمه څخه جُحفه ………………………………..۱۸۰ کلوميتر ([2]).

د طواف بيان

طواف پيژندنه

د طواف معنی ده له يوه شي څخه څلور طرفه چکر لګول، او د حج په بيان کې له دې څخه مراد د بيت الله شريف له څلورو طرفونو څخه تاوديدل دي.

د طواف فضيلت

له حضرت ابن عباس  رضی الله عنه څخه مروي دي چې رسول الله  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : کوم کس چې د بيت الله شريف طواف پنځوس ځلې وکړي هغه له ګناهونو څخه داسې پاک صاف شي لکه په کومه ورځ چې هغه خپلې مور زيږولی وو.

حضرت عبد الله بن عمر  رضی الله عنه فرمايي : ما له رسول الله  صلی الله علیه وسلم  څخه آوريدلي چې فرمايل يې : کوم کس چې يوه هفته طواف وکړي، يعنې پوره هفته هره ورځ طواف وکړي او هغه شمار کړي، نو دا د يوې غاړې د آزادولو په څير ده، او ما له رسول الله  صلی الله علیه وسلم  څخه آوريدلي چې فرمايل يې : طواف کونکي يو قدم ايښی نه وي او دويم يې پورته کړی نه وي مګر الله تعالی  جل جلاله د هغه په عوض (بدل) کې د هغه يوه ګناه معاف کړی شي او يوه نيکي د هغه لپاره وليکل شي.

حضرت ابن عباس  رضی الله عنه فرمايي چې رسول الله  صلی الله علیه وسلم  فرمايلي : الله تعالی  جل جلاله هره ورځ په حاجيانو باندې يو سل شل (۱۲۰) رحمتونه نازلوي، په کومو کې چې شپيته (۶۰) د طواف کونکو لپاره دي، څلويښت (۴۰) د لمونځ کونکو لپاره دي او شل (۲۰) د بيت الله شريف لور ته د کتونکو لپاره دي.

حضرت ابن عباس  رضی الله عنه فرمايي چې رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د حجر اسود په باره کې فرمايلي چې : په الله تعالی قسم ! الله تعالی به هغه د قيامت په ورځ ضرور را پورته کوي، په داسې حال کې چې هغې لره به دوه سترګې وي په کومو به چې ليدل کوي، او يوه به يې ژبه وي په کومې به چې هغه خبرې کوي، او د هغه کس ګواهي به ورکوي کوم چې په صحي طريقه د هغې استلام کړی وي.

د طواف په دوران کې چونکه استلام کيږي، نو له همدې امله ذکر شوی فضيلت هم طواف کونکو ته حاصل دی، الله تعالی  جل جلاله دې په خپل لطف او کرم سره مونږ ټولو ته حج او د طواف فضيلتونه را نصيب کړي آمين ([3]).

د طواف نيت او طريقه يې

په ټاکل شوې طريقه له کعبه شريف څخه چار چاپيره اوه شوطونو (چکرونو) ته طواف ويل کيږي، د کعبې شريفې په مشرقي کونج کې له لګيدلي کاڼې (ډبرې) حجر اسود څخه طواف شروع کيږي او هم پرې ختميږي، د طواف په وخت کې کعبه شريفه د طواف کونکي چپ لوري (اړخ) ته راځي، د کعبې شريفې يوه برخه بې چته ده چې حطيم ورته ويل کيږي، او په هغې کې د کعبې شريفې له ناوې (ترې) څخه اوبه راتويږي، همدغې ناوې ته (ميزاب رحمت) ويل کيږي، همدغه برخه هم د کعبې شريفې ده چې په طواف کې يې راوستل ضروري دي.

د طواف په هر چکر کې رکن يماني ته دواړه لاسونه يا د ښي لاس ور وړل پکار دي، رکن يماني د کعبې شريفې جنوبي کونج دی، ور پسې د حجر اسود دی، رکن يماني د يمن لوري ته دی ځکه ورته رکن يماني ويل کيږي.

چا چې د حج احرام تړلی وي هغوی دې مسجد حرام ته په ننوتلو سره طواف قدوم وکړي کوم چې سنت دی، او د عمره لپاره د احرام تړونکو لپاره دا طواف فرض دی.

له کوم طواف نه وروسته چې د صفا او مروه سعې کول هم وي، په همدې ډول طوافونو کې رمل او اضطباع هم سنت دي.

رمل د طواف په اولنيو دريو ګردشونو کې وي او اضطباع په ټولو ګردشونو کې وي، اوږې ښورول او په چالاکي سره قدمونه اخيستل ديته رمل ويل کيږي، او د ښی اوږې لاندې څادر تيرول او په چپه اوږه يې اچول ديته اضطباع ويل کيږي، په همدې طريقه ښی اوږه لوڅه او چپه اوږه پټه پاتې کيږي، خو رمل او اضطباع يوازې د سړيو لپاره وي، د ښځو لپاره نه وي.

له نيت پرته طواف نه کيږي، نيت د زړه اراده ده، خو په ژبه يې د الفاظو اداء کول هم صحي دي، کله چې طواف شروع کيږي نو د حجر اسود کاڼې (ډبرې) ته دې ور نږدې شي چې اوږه يې د حجر اسود چپ لوري ته راشي، په دې طريقه چې ټول حجر اسود د طواف کونکي ښي لوري ته راشي، په همدې حالت کې دې د طواف نيت وکړی شي او په ژبه د دې الفاظو ويل هم ښه دي :

اَللَّهُمَّ اِنِّيْ اُرِيْدُ طَوَافَ بَيْتِکَ فَيَسِّرْهُ لِيْ وَتَقَبَّلْهُ مِنِّيْ

ژباړه : اې الله ! زه ستا د کور د طواف کولو اراده کوم، دا زما لپاره آسان کړې او له ما څخه يې قبول کړې.

دنيت له تړلو وروسته لږ شان ښي لوري ته دې ور وکشيږي تر څو چې حجر اسود ته بالکل مخامخ شي، بيا دې د لمانځه لپاره د نيت تړلو په څير تر غوږونو پورې لاسونه پورته کړي او دا دعا دې وکړي :

بِسْمِ اللهِ اَللهُ اَکْبَرْ، لَا اِلَهَ اِلَّا اللهُ وَلِلهِ الْحَمْدُ، وَالصَّلوَةُ وَالسَّلَامُ عَلَی رَسُوْلِ اللهِ، اَللَّهُمَّ اِيْمَانًا م بِکَ وَتَصْدِيْقًا م بِکِتَابِکَ وَ وَفَاءً م بِعَهْدِکَ وَاِتْبَاعًا لِّسُنَّةِ نَبِيِّکَ مُحَمَّدٍ  صلی الله علیه وسلم

ژباړه : د الله په نوم شروع کوم، الله تعالی تر ټولو لوی دی، له الله تعالی  جل جلاله پرته بل هيڅوک د عبات لايق نشته، ټولې ستاينې يوازې الله تعالی لره خاص دي، درود او سلام دې وي د الله  جل جلاله په رسول  صلی الله علیه وسلم  باندې، اې الله ! په تا مې ايمان دی، ستا کتاب رښتونی ګڼم، ستا وعده پوره کوم او ستا د نبي  صلی الله علیه وسلم  تابعداري کوم.

که چيرته همدغه ټوله دعا نشي کولی نو کم له کمه بِسْمِ اللهِ اَللهُ اَکْبَرْ، لَا اِلَهَ اِلَّا اللهُ وَلِلهِ الْحَمْدُ دې ووايي، بيا دې په ادب او عاجزي سره حجر اسود ته راشي او هغه دې ښکل کړي، که چيرته يې د ګڼې ګوڼې له امله ښکلولی نشي نو دواړه لاسونه يا يوازې ښی لاس دې په حجر اسود کيږدي او هغه دې ښکل کړي، که لاسونه هم نشي ور وړلی نو همسا يا بل شی دې په حجر اسود ولګوي او هغه دې ښکل کړي، او که دا هم نشي کولی نو دواړه لاسونه دې حجر اسود ته داسې مخامخ کړي چې ورغوی يې حجر اسود ته او شا يې خپل مخ ته مخامخ شي بيا دې خپل لاسونه ښکل کړي.

ياد لرئ د حجر اسود ښکلولو لپاره داسې ټيله او ديکه وهل چې نورو ته پرې تکليف رسيږي حرام دي، او دا هم په ياد لرئ چې له حجر اسود څخه چاپيره د سپينو کړۍ ته دې لاسونه نه ور وړل کيږي.

د حجر اسود له ښکلولو (استلام) وروسته دې د ښي لاس لوري ته مخ پر وړاندې روان شي، کعبه شريفه به يې چپ لوري ته راځي، چې رکن يماني ته ورسيږي نو دواړه لاسونه يا ښی لاس به ور وړي، مخ پر وړاندې چې روان شي نو تر حجر اسود پورې به رَبَّنَا اَتِنَا فِی الدُّنْيَا حَسَنَةً وَّ فِي الْاَخِرَةِ حَسَنَةً وَّقِنَا عَذَابَ النَّارِ لولي، حجر اسود ته په رسيدو به الله اکبر وايي او په بيان شوې طريقه به د حجر اسود استلام وکړي، د يو ګردش (چکر) شو، په همدې طريقه اوه ګردشونه به پوره کړی شي، يوه ګردش ته شوط ويل کيږي او د دې جمع اشواط ده ([4]).

([1]) محموديه، ج : ۱۰، ص : ۳۶۲.

([2]) احسن المناسک، ص : ۲۳.

([3]) فتاوی عباد الرحمن، ج : ۳، ص : ۲۶۴ – ۲۶۵.

([4]) ابن ماجه شريف، حج اور عمره کا احکام، طريقه اور مسايل، ص : ۵۲ – ۵۴.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button