طالبان: د کندزـ تخار لویه لاره مو د سپين ږیرو په غوښتنه د عامو خلکو پر مخ خلاصه کړه

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۳) زرغون خوږیاڼی

طالبانو ویلي، چې دکندز ـ تخار لویه لاره د عامو او ملکي وګړو پر خلاصه ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د کندزـ تخار لویه له تېرو۱۳ ورځو راهیسې بنده وه، چې د سپین ږیرو او مخورو په غوښتنه د عامو ملکي وګړو د سهولت لپاره خلاصه شوه.

طالب ویاند وايي، چې اوس هم پر دغه لار د دښمن اړوند هیچاته د تګ راتګ اجازه نشته.

بلخوا ملکي خلک وایي، چې د لویې لارې په شاوخوا سیمه کې لا هم طالبان لیدل کېږي او کله ناکله د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ مرمۍ هم تبادله کېږي، چې د عامو خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی، د جنګونو له امله نشو کولی په ډاډه زړه له کوره راووځو.

دکندز امنیه قومندان قسیم جنګل باغ بیا وايي، چې د کندزـ تخار لویه لاره د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې خلاصه شوې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button